کابل (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٣): يو شمېر هېوادوالو د دواړو کانديدانو تر منځ پر شوې هوکړې خوښي څرګندوي، خو ډېرى بيا د اېتلافي حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښيي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش په منځګړيتوب د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د شخړې د هوارۍ لپاره تېره شپه تخنيکي او سياسي موافقې ته ورسېدل.
د موافقې له مخې، د دويم پړاو ټاکنو ټولې رايې به له سره شمېرل او څېړل کېږي، پايلې به دواړه کانديدان مني او په پاى کې به د ملي وحدت يو حکومت جوړېږي.
د سياسي چارو شنونکى او د ننګرهار پوهنتون استاد عبدالرشيد ملکزى د رايو پر بيا شمېرنه خوښي ښيي او زياتوي چې له دې لارې به هېواد له يوه لوى بحران څخه وژغورل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ډاکتر عبدالله عبدالله او پلويانو يې غوښتل چې په هېواد کې بحران رامنځته کړي، خو له نېکه مرغه چې د امريکا پر منځګړيتوب يوې موافقې ته ورسېدل.
ده زياته کړه: ((موږ پر دې باور لرو چې څوک بريالى دى او څوک نه دى، خو بيا هم چې هېواد مو له ګډوډۍ خلاص شي د رايو د بيا شمېرلو هرکلى کوو.))
خو نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې ياده چاره به معامله ګرو ته لاره هواره کړي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي محمد سرور بيا د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د امريکا مداخله ښه نه ګڼي او زياتوي چې امريکا يو ځل بيا غواړي چې د ولسمشر حامد کرزي د دورې په څېر معامله ګرۍ رامنځته کړي.
نوموړى زياتوي چې امريکا او نړيواله ټولنه بايد د حق طرفدار و اوسي او معامله ګرو او مصلحتي حکومت ته دې زمينه نه برابروي.
د لغمان ولايت اوسېدونکي نبي حسن خېل پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په منځګړيتوب د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه شوې، خو بايد د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر خپل وخت ترسره شي.
نوموړي ويل: ((دا چې امريکا او نور هېوادونه زموږ د ټاکنو په مسئله کې پرېکړې کوي، د ولس اعتبار خرابوي او دا چاره ولس ته د منلو نه ده.))
ده زياته کړه چې کمېسيون دې اوس په بې طرفانه ډول چلند وکړي او د هېڅ چا تر اغېز لاندې دې نه راځي.
د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې د دواړو کانديدانو ترمنځ په توافق سره په هېواد کې د بحران مخه ونيول شوه.
هغه زياته کړې، له توافق سره هغه تشويشونه لرې شول، چې خلکو د ټاکنو د پايلو په اړه درلودل.
لعل محمد په دغه کار کې د امريکا له مداخلې هم ننګه وکړه او ويې ويل چې هره شخړه د درېيمګړي په هلو ځلو هوارېږي او امريکا هم دغه کار وکړ.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي محمد اسماعيل سادات وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري د هلو ځلو په پاى کې ياده ستونزه هواره شوه.
هغه امريکا د افغانستان نږدې ملګرى هېواد وباله او زياته يې کړه، چې کانديدان د جان کيري په هڅو دې پرېکړې ته ورسېدل.
خو سادات په هېواد کې د اېتلافي حکومت له رامنځته کېدو سره کلک مخالفت وښود.
د کابل ښار د کمپنۍ سيمې يوه اوسېدونکي راز محمد بيا نيوکه کوي چې افغانان په خپله ستونزې نه شي هوارولى او پرديو ته د ستونزو د هوارۍ لپاره بلنې ورکوي.
هغه پژواک ته وويل: ((زموږ لپاره د شرم ځاى دى، چې امريکا راځي او زموږ ستونزې هواروي.))
خو د کابل ښار د تايمني سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحکيم وايي، چې دى د ټاکنو د شخړې په هوارۍ خوشحال دى.
نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ د دې په کيسه کې نه يو، چې څوک باچا کېږي، موږ غواړو هر څوک چې ولسمشر شي بايد ولس ته خدمت وکړي.))
د هرات پوهنتون يوه محصل احمد ارشاد هم پر دې خوښي څرګندوي چې دواړه کانديدان سره يوې پرېکړې ته ورسېدل.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د خپلو په منځ کې يو ډول ناهيلي رامنځته شوې وه او خلکو فکر کاوه چې د هېواد وضعيت د بحران لور ته روان دى.
ده له دواړو کانديدانو وغوښتل چې د رايو تر بيا شمېرنې وروسته اعلانېدونکې پايلې په ورين تندي ومني.
د هرات ښار يوه بل اوسېدونکي مصطفى حکيمي پژواک ته وويل چې بېګنۍ پرېکړه د هېواد په ګټه ده او له کانديدانو يې هم وغوښتل چې د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي پر دې خوښي څرګنده کړه، چې دواړو کانديدانو له يو بل سره روغبړ وکړ او لاسونه يې سره ورکړل.
د کونړ ولايت د مدني ټولنې يو فعال او خبريال روح الله انوري وايي چې که د سل په سلو رايو په شمېرلو سره ستونزه هوارېږي او هېواد له بحران څخه وځي، نو دوى هم ورسره موافق دي.
خو هغه د ګډ اېتلافي حکومت له جوړېدو سره کلک مخالفت وښود او زياته يې کړه، که چېرې اېتلافي حکومت جوړېږي، نو بيا ټاکنې څه معنا لري؟
دى وايي چې د خلکو رايو ته بايد درناوى وشي او ګټونکى کانديد دې ولسمشر اعلان شي.
د بلخ ولايت د مدني ټولنې فعال غلام علي پژواک ته وويل، که چېرې افغانان د تېرو ديارلس کلونو په پرتله له پوره توپير سره د راتلونکي ولسمشر د حکومتدارۍ په تمه دي.
نوموړي زياته کړه، چې په شوې معامله کې بايد د افغانانو د هيلو پر سر سودا ونه شي.
د هغه په وينا، په راتلونکو پنځو کلونو کې بايد له هره اړخه افغانستان يو ګام مخکې ولاړ شي نه دا چې د تېرو کلونو په څېر د دغه هېواد حکومتداري د اېتلافي حکومتونو قرباني شي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي عين الله پژواک ته وويل، چې د ټاکنو د ستونزې د حل له طرحې هيله من دي.
نوموړي زياته کړه، چې په روانه پروسه کې بايد د ټاکنو د کمېسونونو ارزښت په نظر کې ونيول شي، د ټولو رايو بيا کتنه سمه ده خو پايلې بايد جوتې وي او بريالی ولسمشر بايد په ډاګه کړای شي.
د هغه په وينا، له ملي حکومت څخه بايد موخه اېتلافي حکومت نه وي، چې د دوو ډلو تر منځ جوړ شي او د ملي مشارکت لپاره په کې هېڅ ځای نه وي.
د بلخ پوهنتون محصل محمدصديق اغازاده پژواک اژانس ته وويل، د امريکا او د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب په صورت کې د ټاکنو د ستونزې حل دا په ډاګه کوي، چې لا هم د دوى سياسيون د ملي سياست په پلي کولو کې پاتې راځي.
خو نوموړي زياته کړه، پر دې خوښ دی چې نړيوال افغانستان ته ژمن پاتې شول او د نويمې لسيزې په څېر يې يوازې پرې نه ښود.
د کندوز ښار يو اوسېدونکى ښوونکى عبدالستار وايي، دوى هېڅ باور نه کاوه چې دواړه کانديدان به سره يوې پرېکړې ته ورسېږي.
هغه زياتوي چې د تېرې شپې له پرېکړې او موافقې سره د افغانستان راتلونکي ته د دوى هيله مندي زياته شوه.
هغه له دواړو کانديدانو وغوښتل چې د رايو تر بيا شمېرلو او څېړنو وروسته اعلانېدونکې پايلې په ورين تندي ومني.
د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکي شوى توافق د ولس او هېواد په ګټه بولي او وايي چې له دې سره ټاکنيزې کشالې او جنجالونه پاى ته ورسېدل، خو يو شمېر نور بيا اندېښمن دي او وايي هسې نه پر اېتلافي او يا سهامي شرکت ډوله حکومت توافق شوى وي او راتلونکي کلونه هم له ستونزو سره مخ وي.
د کندهار ښار د انصاري مېنې اوسېدونکى عطاالله وايي، که څه هم تمه يې دا وه چې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو تر منځ را پيدا شوې ستونزې په کور دننه منځګړپتوب حل شوې واى، خو دا چې ملګرو ملتونو او امريکا مداخله وکړه او ستونزه يې حل کړه هم يو ښه اقدام دى.
دى وايي، يو خو له لويه سره د ټاکنو پروسه اوږده شوه او له لومړي پړاوه دويم هغه ته لاړې او بل بيا د يوه کانديد له لوري په کې جنجالونه او کشالې رامنځته شوې، چې دغه حالت د خلکو پر ژوند او اقتصاد ناوړه اغېز کړى و.
هغه زياته کړه، د تېرې شپې له پرېکړې سره د خلکو اندېښنې تر يوه بريدله لرې شوې او راتلونکي ته يې تمه پيدا شوې چې حالت به نه بحراني کېږي.
د کندهار ښار د ده خواجه سيمې يو اوسېدونکى عبدالسلام بيا وايي، ډېر دې ته اندېښمن دى چې خداى مه کړه په دې پرېکړه کې د ټاکنو اعتبار ته زيان نه وي رسېدلى.
دى وايي، په ټوله نړۍ کې دا اصول دي چې ګټونکې ډله واک ته رسېږي او بايلونکې ډله د هېواد او خلکو د ګټو په خاطر د يوه اپوزېشن په توګه د هغوى پر وړاندې درېږي او مخ پر وړاندې ځي.
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي عبدالولي هم وايي، د دې پر ځاى چې حالات د بحران پر لور تلل، ښه شوه چې دواړه کانديدان يوې پرېکړې ته ورسېدل.
دى وايي، دواړه کانديدان دې اوس هڅه وکړي، چې د خپل هېواد او ولس د راتلونکي په خاطر دې د ولسواکۍ اصل، ټاکنو او د هغوى وروستيو پايلو ته درناوى وکړي.
د نوموړي په وينا، که څه هم ډاکټر عبدالله تېره شپه ومنله چې په شوې پرېکړه خوښ دى او پايلې به مني، خو دى وايي د دغې ډلې کړنو او څرګندونو ته په پام اوس هم اکثريت خلک باور نه لري، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې په خپله ژمنه ودرېږي او بيا دې ستونزې نه جوړوي.
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار يو اوسېدونکى محمد يعقوب د ټاکنو په اړه د شوې پرېکړې هرکلى کوي او پرې خوښي څرګندوي.
خو هغه پژواک ته وويل، کاشکې افغان سياستمدارانو دا استعداد لرلى، چې خپلې ستونزې يې پر خپله هوارې کړې واى.
هغه له کانديدانو وغوښتل چې په راتلونکي ملي حکومت کې بايد اهلو کسانو ته ځاى ورکړي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP