Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز هوايي ډګر کې به  لويو الوتکو ته هم د ناستې زمينه برابره شي

 کندوز (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): د کندوز په هوايي ډګر کې د نوي ترمينل په جوړېدو او پراختيا سره د کورنيو او بهرنيو لويو الوتکو لپاره د ناستې زمينه برابره کېږي.

 د کندوز هوايي ډګر، په ١٣٣٧ لمريز کال کې د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په خامه ډول رغول شوى، چې هغه مهال به په کې ترانسپورټي الوتکو ناستې او الوتنې درلودې. يو کال وروسته يې ترمينل هم جوړ شو، خو بيا ونړېد او دغه ډګر له هغه دوه کاله وروسته د امريکا له لوري جوړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شو.

 د کندوز هوايي ډګر، د ١٣٧٠ لسيزې جګړو پر مهال ډېر زيانونه وليدل او له هغه وروسته به يواځې هليکوپټرو په کې ناستې او الوتنې کولې.

 تېر کال د دغه ميدان د رنوې (پرواز) کرښه، د المان هېواد په مرسته د شاوخوا درې ميليون ډالرو په لګښت له يوه کيلومتر څخه درېيو کيلومترو ته په سټنډرډ ډول پراخه شوه او وړو الوتکو ته د الوت زمينه برابره شوه.

د ياد ډګر چارواکي وايي، جاپان هېواد هم ژمنه کړې، چې دغه ليکه به تر څلورو کيلومترو پورې اوږده او پراخه کړي، چې له دې کار سره به لويو الوتکو ته هم د ناستې او الوتنې زمينه برابره شي.

د کندوز هوايي ډګر امر سيدانور سادات، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال دغه ميدان د وړو الوتکو د ناستې ظرفيت، چې د دغو الوتکو د مسافرو شمېر له ٦٠ کم وي، لري، خو د دغه ډګر په پراختيا سره به لويو الوتکو ته هم د الوتنې زمينه برابره شي.

 هغه زياته کړه، چې اوسمهال د نوي ترمينل د جوړولو کار روان دى. دغه ترمينل د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د شاوخوا ٧٠ ميليون افغانيو په لګښت رغول کېږي او ټاکل شوې، چې تر راتلونکي کال پورې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

 اوسمهال پخوانى ترمينل، چې نيمه پېړۍ وړاندې رغول شوى او ځينې برخې يې ويجاړې شوي، موجود دى، خو د دې ترمينل تر څنګه يو بل نوى ترمينل، چې په نړيوالو معيارونو به برابر وي، جوړيږي.

 سادات زياته کړه: ” ويلى شم، چې راتلونکى کال به انشاءالله له دغه ميدان څخه سعودي عربستان ته د حاجيانو پروازونه ولرو او د افغان جيټ، اريانا او کام اير هوايي شرکتونو لېوالتيا ښودلې، چې  له دغه ډګره  خپل پروازونه پيل کړي.”

 هغه وويل، چې الوتکې به له دغه ميدان څخه ايران او چين هېوادونو ته هم پروازونه ولري.

 د شمال ختيځ زون اوسېدونکي وايي، چې د دغه ميدان په جوړېدو سره به حاجيانو ته هم ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

 د کندوز يو اوسېدونکى نقيب الله وايي، چې هر کال به د شمال ختيځ زون ټول حاجيان د بلخ او يا کابل هوايي ډګرونو له لارې بيت الله شريف  ته تلل.

 هغه وويل: ” په خپله هم دوه کاله وړاندې بيت الله شريف  ته د مزارشريف هوايي ډګر له لارې لاړم، خو ډېرې ستونزې وې، د مزار په هوټلونو کې څو ورځې پاتې شوم، ډېر بېروبار و د نوبت نه مراعتول او ډېرې ستړياوې راباندې تېرې شوې.” 

 بلخوا د شمال ختيځ زون (کندوز، تخار، بدخشان او بغلان) مسافر وايي، چې په سخت ژمي کې د سالنګ له خطره ډکه او څو ساعته لارې څخه تېرېږي، چې دغه لار له ځانه سره ډېرې ترافيکې او طبيعې پېښې   لري، چې له دغه ميدان څخه د کورنيو او بهرنيو پروازونو په پېلدو سره به د دوى ستونزې تر يوه بريده حل شي.

 د کندوز هوايي ډګر امر وويل، چې اوسمهال له دغه ډګر څخه هره اونۍ ٢٥ الوتنې تر سره کېږي او له دغه ميدان څخه تر ډېره د ملګرو ملتونو سازمان، ايي ار سي او د افق شرق هوايي شرکت الوتکې د کابل او کندوز ولايتونو تر منځ تګ راتګ کوي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.