لښکرګاه (پژواک ۲۵ چنګاښ ۹۳): د هلمند د شمالي ولسوالیو له جګړه ځپلو او بې ځایه شوو کورنيو سره د ملي امنیت لوی ریاست له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د والي مرستیال احمد مسعود بختور د لښکرګاه ښار په کارته لګان سیمه کې خبریالانو وویل، چې دغه مرستې د ملي امنیت لوی ریاست کار کوونکو له خپلې اعاشې ځانګړې کړې دي.
بختور زیاته کړه، په مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره او نور خوراکي توکي شامل دي چې د ياد رياست د پلاوي له خوا د يوې اونۍ په اوږدو کې مستحقو کورنيو ته وېشل کېږي.
ده وويل، چې د ۵۴۵ په شمېر له هغو کورنيو سره، چې لښکرګاه ته راکډه شوې، دا مرستې پيل شوې او په ولسواليو کې به پاتې نورو اړو کورنيو ته هم ورسېږي.
د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وویل، چې کورنۍ يې د جګړې له امله لښکرګاه ته راغلې او لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
هغه مننه وکړه، چې امنيتي ځواکونو د خپلې اعاشې څخه پيسې ځانګړې کړې او له دوى سره يې مرسته وکړه.
بلخوا د نوزاد ولسوالۍ يوه بې ځايه شوي امین الحق پژواک ته وويل، دولتي ادارې نه شي کولی چې ټول عمر دوی په مرستو وساتي بايد په سيمه کې امنيت خوندي کړي.
د هلمند په شمالي ولسواليو کې د جګړو له امله ډېر شمېر کورنۍ بې ځايه شوې، چې د چارواکو په وينا يواځې د سنګین له ولسوالۍ ۳۵۰۰ کورنۍ لښکرګاه ته راکډه شوې دي.
په دغو ولسواليو کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې سختې جګړې وشوې، چې لا هم په يو شمېر سيمو کې وسله وال فعال دي او وخت ناوخت بريدونه کوي.
خود دغه ولايت نوي ګومارل شوي امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت تېره ورځ وويل، چې ډېر ژر به د سنګين او نورو ولسواليو جګړې مهار کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP