ژبه

بریتانیا، اروپایي ټولنې، ناروې او ملګرو ملتونو پر کابل د پاکستان د وړمې شپې پر برید خواشیني ښودلې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۴): ناروې، بریتانیا، اروپایي ټولنې او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان پر برید خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب دې تضمین شي او دواړه لوري دې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان پوځي رژیم وړمه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې له امله یې ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

اروپایي اتحادیې له یاد برید وروسته ویلي چې روان وضعیت باید ژر تر ژره د مذاکراتو له لارې حل شي.

د یادې اتحادیې په اعلامیه کې راغلي چې ملکي وګړي او روغتیایي تاسیسات د نړیوالو قوانینو او د جینوا کنوانسیونونو له مخې خوندي دي او د هېڅ لوري له خوا یې په نښه کول د منلو وړ نه دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي چې د یاد برید په اړه باید په چټکۍ، خپلواکه او شفافه توګه پلټنه وشي او مسوول کسان د نړیوالو معیارونو له مخې حساب ورکړي.

د یادې کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي چې د دې پلټنې پایلې باید له خلکو سره شریکې شي او د پېښې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې چې د نړیوال بشري قانون له مخې ملکي خلک او ملکي هدفونه په بشپړ ډول خوندي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم پر یاد برید ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیایي مرکزونه او ناروغان هېڅکله باید د بریدونو هدف ونه ګرځي.

یاد وزارت له ښکېلو لورو غوښتي چې زغم ولري، د خبرو له لارې شخړو ته د پای ټکی کېږدي او امنیتي اندېښنې په سوله‌ییز ډول حل کړي.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، جان ایګیلنډ، هم پر یاد برید خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي: «موږ په خپلو سترګو د ملکي وګړو او روغتون پر وړاندې د دې پېښې ویجاړونکی اغېز ولید چې د راپورونو له مخې یې ګڼ شمېر تلفات اړولي دي.»

هغه ویلي، ټولې خواوې باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسوولیت ادا کړي، څو د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین شي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لنډزي، هم پر یاد برید خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې دواړه لوري باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ورته موضوع