لښکرګاه (پژواک ۲۸چنګاښ۹۳) : د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پوليسو په عملياتو کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى
په دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٢٨مه، په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره ورځ ناوخته دسنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې تر سره شوي دي.
سرچيني ويلي ، په يادو عملياتوکې شپږ وسله وال وژل شوي ، خو افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی او په سيمه کې اوس هم عمليات دوام لري.
بله خوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره شپه يې شپږ تنه دولتي سرتېري د يوه بريد په ترڅ کې په مارجې او درې نور يې په سنګين کې د ماين په چاودنه کې وژلي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP