جلال اباد (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٣): په ننګرهار کې د سولې ولايتي له کمېټې سره شل وسله وال يو ځاى شوي دي.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې د دارالانشاء رييس بلال کريم مومند د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په اچين، نازيانو او دور بابا ولسواليو کې فعال ٢٠ وسله وال مخالفين له دوى سره يو ځاى شوي دي.
د مومند په خبره، چې ياد وسله وال ګروپ د شينوارو په دريو ولسواليو کې فعاليت کاوه اوس له ورانکارو فعاليتونو څخه لاس پر سر شوي دي.
د نوموړي په وينا، وسله والو له ځان سره څوارلس ميله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې هم درلودې چې د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې.
د يادې وسله والې ډلې قوماندان سيد جلال پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو لاس اخلي.
هغه زياته کړه: ((څه موده وړاندې له پاکستان يو شمېر خلک راغلل او موږ نه يې پوښتنې کولې چې ولې مو پلونه او يو شمېر عامه ځايونه نه دي ويجاړ کړي.))
دى وايي، له هغه وروسته يې تصميم يې ونيو چې نور به خپل وطن نه ورانوي او د سولې له بهير سره به يو ځاى کېږي.
نوموړي په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غولېدلى و، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکارو کړنو مخه نيسي.
ده وويل، دوى ته د پاکستان د اى اېس اى له خوا پيسې ورکول کېدې، چې په افغانستان کې ورانکاره فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه، چې د دوى ټول مشران په پاکستان کې دي او له هماغه ځايه تمويلېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي، د ياد ګروپ په يو ځاى کېدو سره د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې سره د يو ځاى شوو وسله والو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت.