Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته تاریخي ماتې ورکړه

کابل ( پژواک، ۲ زمری ۹۳ ) افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته په دویمه ماتې ورکولو سره تاریخي کارنامه ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن د زمبابوی به بولاوای ښارکې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، چې زمبابوی پچه وګټله خو لومړی یې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

دی وایي چې دافغانستان لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې دټولو لسو  لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۹  منډې جوړې کړې او زمبابوی ته یې د ۲۶۰ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري شفیق الله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۶ منډې یې جوړې کړې، دغه راز سمیع الله شینواری ۴۰ ، ناصر جمال ۳۹ او محمد نبي ۳۷ منډې وکړې.

دزمبابوی لوبډله دافغانستان د توپ اچوونکو (بالرانو) دښې لوبې مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۹ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۰۰ منډو په توپیر سره وګټله.

هوتک وایي چې دافغانستان له لوري شرف الدین اشرف درې، افتاب عالم او دولت ځدران دوه دوه، محمد نبي او میرویس اشرف یو یو لوبغاړی وسوځول.

دغه بریا سره دافغانستان او زمبابوی ترمنځ د څلورو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ دوه په دوه برابره شوه، لومړۍ دوه لوبې زمبابوی ګټلې وې او وروستې دوه لوبې افغانستان وګټلې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود او  اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد پر دې تاریخي بریا  ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایي.

ډاکټر مراد زیاتوي، د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد دی، د افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا ستره لاسته راوړنه ده.

د کرکټ د چارو کارپوهه رحیم ګل څاروان د زمبابوي په څیر دیوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې دافغانستان دوه بریاوې تاریخي کارنامه ګڼي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې دکرکټ ددویمې درجې لوبډله له لومړۍ درجې لوبډلې سره د لوبو لړۍ برابروي او دوه پرله پسې ماتې ورکوي.

ده زیاته کړه : ( (افغانستان خو له زیمبابوی سره داسې لوبه وکړه، لکه اسټرالیا یې چې له زیمبابوی سره کوي ))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.