Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ځانمرګي بريد د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژلى

جلال اباد (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد شوى دى.

د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار اته بجې د وزيرو له دوسرکې بازار سره د سيمه ييزو پوليسو يوې پوستې ته څېرمه شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر  پلى و او په سيمه کې ولاړو سيمه ييزو پوليسو ته نږدې يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

ولسوال وويل، چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، چې په وژل شوو کې د ملک نواب په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو ځايي قوماندان شامل دى.

سرچينه زياتوي، چې ملک نواب پخوانى قومي مشر و او د وسله والو مخالفينو له خوايې کور هم ړنګ شوى و.

د خوګياڼو روغتون يوه کارکوونکي ډاکټر نور اغا پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې دوه مړي او يو ټپي ور وړل شوي دي.

هغه د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ و باله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې بريد د مسووليت اخيستلو ترڅنګ ادعا کړې، چې په دې بريد کې د قوماندان په ګډون ٦ پوليس وژل شوي او ١٠  ټپيان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.