کابل(پژواک،٣ زمرى٩٣): ولسمشر حامد کرزي په غور ولايت کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله.
له ولسمشرۍ ماڼۍ د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي،چې د هېواد دښمنانو نن سهار په غور ولايت کې د درېيو مېرمنو په ګډون ١٥ تنه وژلي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي،چې ولسمشر کرزي د دې چارې د وحشيانه بللو او غندلو تر څنګ د بې ګناه ولسي وګړو په ځانګړې توګه د مېرمنو وژل د اسلامي ارزښت خلاف عمل بللى دى.
سرچينه وايي،چې ولسمشر کزري امنيتي ادارو ته دنده سپارلې، څو د يادې پېښې د څرنګوالي جدي څېړنه وکړي .
کزري د وژل شوو کورنيو ته تسليت وړاندې کړى او د هغوى پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP