منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر کرزي غور کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۶ کتنې

 کابل(پژواک،٣ زمرى٩٣): ولسمشر حامد کرزي په غور ولايت کې د ولسي وګړو وژنه په سختو ټکو وغندله.

له ولسمشرۍ ماڼۍ د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي،چې د هېواد دښمنانو نن سهار په غور ولايت کې د درېيو مېرمنو په ګډون ١٥ تنه وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي،چې ولسمشر کرزي د دې چارې د وحشيانه بللو او غندلو تر څنګ د بې ګناه ولسي وګړو په ځانګړې توګه د مېرمنو وژل د اسلامي ارزښت خلاف عمل بللى دى.

سرچينه وايي،چې ولسمشر کزري امنيتي ادارو ته دنده سپارلې، څو د يادې پېښې د څرنګوالي  جدي څېړنه وکړي .

کزري د وژل شوو کورنيو ته تسليت وړاندې کړى او د هغوى پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې ده.