Language

د کامدېش لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

جلال اباد (پژواک،٤زمرى٩٣): د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال  ملاظاهر او څلور ملګري يې د بهرنيو پوځيانو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول.

د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول ادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد تېره ورځ (زمرى٣مه) ناوخته د يادې ولسوالۍ د “کوماريګل” په سيمه کې ترسره شوى دى .

ده زياته کړه، چې وژل شوي څلور تنه نور هم د وسله والو طالبانو مهم سرګروپان دي، خو د هغوى د هويت په تړاو يې څه ونه ويل.

د هغه په خبره، د بهرنيو يوځيانو د بې پيلوټه الوتکې په  دې بريد کې ځايي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

Related Topics