Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“رسنۍ دې د بيان ازادۍ ټولو اصولو ته ژمنې پاتې شي”

جلال اباد(پژواک ٤ زمرى ٩٣): د ننګرهار چارواکي او  د مدني ټولنو فعالان وايي چې رسنۍ دې د بيان د ازادۍ ټولو اصولو ته ژمنې پاتې شي.

يادې څرګندونې د زمري په څلورمه په جلال اباد ښار کې د کسبګر مجلې د پرانيست غونډې په مراسمو کې يو شمېر ګډونوالو وکړې.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل چې رسنۍ د ټولنې هغه برخه ده که چېرې ونه اوسي نو ټولنه ګونګه ده.

ده زياته کړه چې په هېواد کې که څه هم سلګونه ازادې رسنۍ فعاليت کوي خو ځينې يې د بيان ازادۍ ته ژمنې نه دې او ناسالمه ګټه ترې پورته کوي.

هغه وويل: (( زموږ له ټولو رسنيو څخه غوښتنه دا ده چې د بيان ازادۍ ټولو اصولو ته دې ژمنې پاتې شي، ځکه د رسنيو کمه غلطي ټولنه د بربادۍ خواته وړلى شي.))

ليکوال او ژورنالېست اصف شينوارى هم ورته خبره کوي او پر رسنيو نيوکه کوي چې ځينې يې د بيان له ازادۍ غلطه ګټه پورته کوي.

دى ټاکنو ته په اشارې سره وايي چې يو شمېر رسنيو په لوى لاس د خلکو ذهنونه خرابول او ياده چاره د رسنيو نوم او رسالت ته زيان رسوي.

هغه زياته کړه: ((په کار ده چې د رسنيو د قانون په چوکاټ کې خپل بې پرې توب، ملي ګټې او د بيان د ازادۍ ټول ارونه په پام کې ونيسي.))

نوموړي وويل چې اوس د ټاکنو يوه ډېره حساسه مرحله ده او بايد رسنۍ په خپلو راپورونو سره ياده پروسه تخريب نه کړي.

د شينواري په خبره چې په ختيځ کې ژورنالېستانو څو ځله په دې موخه سره غونډې هم کړي، تر څو د بيان ازادۍ اصولو ته ژمن او خپل بې پرې توب وساتي.

د مدني ټولنې فعال عبدالغني هم پر رسنيو او د رسنيو پر کارکوونکو غږ وکړ چې په ريپوټونو کې دې بې پرې توب وساتي.

د نوموړي په وينا، يو شمېر رسنۍ په لوى لاس غواړي په هېواد ګې ګډوډي رامنځته کړي او د ټاکنو په مهمې پروسې کې چې پر ډېرو ناندرو روانه ده د يوه ځآنګړي نوماند پلوي هم کوي.

کسبګر مجله د جلال اباد ښار د اصنافو د اتحاديې لخوا رامنځته شوې چې په هرو درېيو مياشتو کې به يو ځل خپريږي او پکې به د کسبګرو ، وړو سوداګرو او دوکاندارانو اړونده مطالب خپرېږي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.