Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د اختر لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي

جلال اباد (پژواک ٥ زمرى٩٣): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د اختر لپاره يې لازم امنيتي تدابير نيولي او د ننګرهار ټول اوسېدونکي دې په پوره ډاډ سره خپل اختر ولمانځي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له امنيتي جلسې وروسته له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل ، چې په ننګرهار کې ټولو امنيتي ځواکونو په ګډه سره د اختر لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

ګرديوال د ننګرهار اوسېدونکو  ته ډاډ ورکړ، چې په ارامه فضاء کې دې  خپل اختر ولمانځي .

هغه زياته کړه : (( ټولو امنيتي ځواکونو په شريکه سره امنيت ټينګ کړى، د هېڅ کومې پېښې وېره نشته، ملي امنيت له وړاندې څخه ګڼې ستونزې هوارې کړي.))

دى وايي ، چې د اختر په ورځو شپو کې امنيتي ځواکونه ځانګړې ګزمې لري او د هرې پېښې د مخنيوي لپاره چمتووالى لري.

بله خوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له تېرو څو ورځو راهيسې احضارات پيل کړي او د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي ، چې د اختر په ورځو شپو کې به کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي.

د شېرزاد په وينا، خپلو ټولو ځواکونو ته يې امر کړى، چې د اختر لپاره دې د ځانګړو امنيتي تدابيرو لپاره چمتووالى ونيسي.

 دى زياتوي ، چې که د اختر په ورځو کې هر چا کوم مشکوک تن وليده، نو له دوى سره دې په ټاکل شوې شمېره، چې ١١٩ ده اړيکه ونيسي.

نوموړي وويل، چې نن هم د ننګرهار ټولو امنيتي ارګانونو په شريکه سره غونډه درلوده او ټول پلانونه يې سره شريک کړي دي.

د ٣٠١ سرحدي زون سرپرست قوماندان سمونوال محمد ايوب حسن خېل پژواک اژانس ته وويل ، چې له اختره ډېر وړاندې يې سرحدونه کنټرول  کړي او  له  ټولو ممکنه لارو چارو يې ګټه اخيستې ده.

دى وايي، چې د اختر لپاره په ځانګړو امنيتي تدابيرو کې له ملي پوليسو سره په شريکه کار کوي او په هېڅ سيمه کې به د ناامنۍ پېښه رامنځته نه شي.

هغه وويل: (( زموږ ټول پوليس اماده  دي او د خپلو هېوادوالو خدمت به کوي، له ولس څخه مو هم هيله دا ده ، چې د پخوا په څېر له موږ سره همکاري ولري.))

دى وايي، چې د ډېرى امنيتي ادارو مشران هم د اختر په ورځو شپو کې په خپلو دندو بوخت دي او د هېوادوالو امنيت نيسي.

د عامه نظم د دويمې لوا قوماندان نصير احمد ساپي هم د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې دوى به د اختر په ورځو شپو کې امن ټينګوي.

دى وايي ، چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې يې د تالاشۍ پوستې اچولي او دوى هڅه  کوي ، چې امنيت ټينګ کړي . 

ساپي وويل: (( موږ ډاډ ورکوو، چې د عامه نظم پوليس به د خلکو د امن لپاره په هر حال کې او په خاص ډول په مهمو ورځو کې امن او نظم راولي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.