Language

سور صليب هر کال له ميرويس روغتون سره ٣ ميليون ډالره مرسته کوي

کندهار (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د کندهار ولايت د ميرويس روغتون مسوولين وايي، نړيوال سور صليب ورسره هر کال ٣ ميليونه ډالر مرسته کوي، که دغه مرستې نه وي نو دولت يې په يواځې ځان د روغتون د فعال ساتلو توان نه لري.

د کندهار ميرويس روغتون د سوېل په کچه يوازېنی روغتون دی چې هره ورځ ورته له کندهار ښار، ولسواليو، زابل، اروزګان او هلمند څخه نه يوازې سلګونه ناروغان، بلکې د جګړو، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان هم راځي او دلته يې وړيا درملنه کېږي.

د ميرويس روغتون رييس ډاکټر محمد داود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، پورته ياد ټول خدمات د نړيوال سره صليب په مالي ملاتړ وړاندې کېږي.

ده زياته کړه، ميرويس روغتون د سوېلي حوزې په کچه فعاليت کوي، هره ورځ ورته د جګړې او ترافيکې پېښو د ټپيانو تر څنګ داخله، نسايي ولادي او نور ناروغان هم ور وړل کېږي، چې په څلورويشت ساعتونو کې د يوه ناروغ په درملنه تر ١٠٠ ډالرو پورې لګښت راځي.

دى وايي، په عادي حالت کې په دغه روغتون کې د ٣٨٠ په شاوخوا کې ناروغان بستر وي، خو په بېړنيو کې حالاتو کې يې شمېر تر ٤٥٠ تنو پورې رسېږي.

فرهاد وويل: ((په دې توګه د روغتون د يوې ورځې لګښت له ٤ تر ٥ لکو ډالرو پورې کېږي، چې ورکول يې په اوسنيو شرايطو کې يوازې د حکومت په توان کې نه دي.))

د ده په خبره، نړيوال سور صليب هر کال له دغه روغتون سره ٣ ميليونه ډالره مرسته کوي او ټول وړيا خدمات د دې ادارې په مرسته وړاندې کېږي، چې د دې سيمې د اوسېدونکو لپاره يو لوى فرصت او غنيمت دى.

سور صليب نه يواځې له ميرويس حوزوي روغتون سره مالي مرستې کوي، بلکې شاو خوا ٢٠ ښځينه او نارينه کارکوونکي يې هم په دغه ولايت کې په روغتيايي او بشري برخو کې پر کار بوخت دي.

نوموړي دا هم وويل چې دې ادارې ورسره د مالي مرستې تر څنګ د دغه روغتون د وړتياوو په لوړولو او ډاکټرانو ته په کور دننه او بهر د تريننګونو په چمتو کولو لويه همکارې کړې ده.

هغه زياته کړه، اوس مهال په ميرويس روغتون کې ٧ څانګې يا ډيپارټمنټونه فعال دي چې يو شمېر متخصص ډاکټران هم په کې پر دندو بوخت دي.پ

د ده په خبره، د اوس مهال لپاره د جراحي په برخه کې ٨، د اطفالو په برخه کې ٥ ، د داخله ناروغيو په برخه کې ٧، د نسايي ولادي ناروغيو په برخه کې ٣، د غوږ، ستوني او پزې د ناروغيو په برخه کې ٤ او د سترګو د ناروغيو په برخه کې ٢ متخصص او کارپوه ډاکټران لري.

خو هغه بيا هم ناروغانو او مراجعينو ته په کتو نه يوازې د متخصصو ډاکټرانو شمېر کم ګڼي، بلکې وايي چې په ټوليزه توګه د هغوى اوسنى سټاپ ٤٨٠ تنه د ٤٤٠ بسترونو په لرلو د ناروغانو د رملنې ته د لاسرسي لپاره کافي نه دي.

نوموړي دغه راز د ځينو پېچلو ناروغيو د درملنې لپاره د ځينو سامان الاتو او وسايلو له نشتوالي هم يادونه وکړه چې هغوى يې له ستونزو سره مخ کړي، خو ده وويل په تدريجي توګه د ظرفيتونو پر لوړولو کار کوي او بيا به هېوادوال اړ نه وي چې د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

د کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولايتونو اوسېدونکي وايي، چې تل خپل بېړني ناروغان دغه روغتون ته ورولي او په دغه روغتون کې يې وړيا درملنه کېږي.

حاجي محمد د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه خپل ځوان زوى چې د دغې ولسوالۍ په وروستۍ جګړه کې ټپي شوى دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوستلى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې سيمه کې د سختو ناروغانو او د جګړې د ټپيانو د درملنې تر ټولو ښه ځاى ميرويس روغتون دى.

هغه زياته کړه، دلته نه يوازې د ناروغ درملنه وړيا کېږي، بلکې درمل او خوراک هم ورکول کېږي.

خو هغه له دې سربېره د ځاى له تنګوالي او د ناروغانو له ګڼې ګوڼې شکايت کاوه.

د کندهار ښار يوې اوسېدونکې ناجيې بيا خپله لور د نسايي ولادي څانګې ته د درملنې لپاره راوستلې وه، هغې هم د نورو ستونزو تر څنګ شکايت کاوه چې ډېر مهال ډاکټران ناروغانو ته پاملرنه نه کوي او ناروغان په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.

د ميرويس روغتون رييس ډاکټر محمد داود فرهاد وايي، کېداى شي په ځينو مواردو کې د ناروغانو د شمېر د زياتوالي له امله په کارونو کې ځنډ راغلى وي، خو هومره نه دى چې د ډېرې اندېښنې وړ وي.

هغه دا ومنله چې د ځاى د تنګوالي او د ناروغانو د شمېر د زياتوالي له امله تر ډېره بريده معياري خدمات نه شي وړاندې کېداى، خو هغه په کندهار کې د يوه بل روغتون د جوړېدو خبر ورکړ، چې له امله به يې خدمات پراخ او معياري شي.

د دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره څه موده وړاندې د عامې روغتيا د وزيرې ثريا دليل له خوا د کندهار ښار په عينو مېنه کې کېښودل شوه، چې په ١٣٧ جريبه ځمکه کې د ٩،٢ ميليونه ډالرو په لګښت د څلورو کلونو په موده کې جوړېږي.

د کندهار اوسېدونکو او په خپله د دغه روغتون مسوولينو له ډېره وخته شکايت کاوه چې ميرويس روغتون په اوسنۍ بڼه او وړتيا د ناروغانو په درملنې پسې نه شي رسېداى، ځکه ورځ تر بلې يې شمېر زياتېږي.

د کندهار ښار ميرويس روغتون ، چې عام وګړي يې د چينايي شفاخانې په نوم يادوي، د هېواد له څو پخوانيو روغتونو څخه دى، چې کلونه وړاندې د چين هېواد په مرسته جوړ شوى دى.

اوسمهال د ټول کندهار ولايت په کچه د ميرويس روغتون (چې حوزوي روغتون دى او ٣٥٠ بستره لري) تر څنګ ١٨ بشپړ روغتيايي مرکزونه، ١٢ بنسټيز روغتيايي مرکزونه، ١ فرعي او ١ ګرځنده روغتيايي مرکزونه، ١٤ خصوصي روغتونونه، ١٤ خيريه کلينکونه او ١ د معتادينو د درملنې روغتون شتون لري.

د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل څه موده وړاندې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې له دې سربېره لا هم د کندهار ولايت په شورابک، رېګستان، غورک او ميانشين ولسواليو کې د نا امنۍ له امله روغتيايي چارې په ټپه ولاړې دي.