Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مومند: مافيايي کړۍ او زورواکي د برېښنا پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي

جلال اباد (پژواک ٨ زمرى ٩٣): د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ځينې سياسي کړۍ يې د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د برېښنا رييس محب الرحمن مومند له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په ننګرهار کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي خو دى به هڅه وکړي چې خپل پلان عملي کړي.

د نوموړي په خبره، يو شمېر زورواکي او چارواکي شته چې د دوى د رياست کارکوونکي وهي او ګواښنه هم ورته کوي.

هغه زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې زموږ سب سټېشن ته څو لنډغر ورغلي وو، د ادارې کارکوونکي يې ګواښلي او دوى ته يې د وهلو اخطار هم ورکړى دى.))

د برېښنا رييس وايي چې څه موده وړاندې د ښار پر يو شمېر سيمو برېښنا د څو ساعتونو لپاره پرې شوه، سلګونه ښاريان يې د کور مخې ته راټول شوي وو او پر کور يې د تيږو ګوزارونه کول.

د مومند په خبره چې جلال اباد ښار پخوا د برېښنا د سوداګرۍ مرکز و او يوې مافيايي کړۍ پر يادې برېښنا سوداګري کوله، خو دوى يې اوس مخنيوى کړى دى.

د هغه په وينا، اوس يادې مافيايي کړۍ هڅه کوي چې د دوى پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي ترڅو يې سوداګري بېرته پيل شي.

خو د برېښنا رييس د کومې ډلې يا زورواکو نومونه په ډاګه نه کړل.

مومند وويل: ((د يو چا جېب ته چې د غيرې قانوني برېښنا له لارې هره مياشت لسګونه سوه زره افغانۍ عايدات ځي او اوس پرې قطع شي هغوى اوس اړ دي چې دا ډول کړنې ترسره کړي.))

د نوموړي په وينا ، يو شمېر مافيايي کړۍ شته چې په لوى لاس په ناامنو سيمو کې خلک هڅوي تر څو د برېښنامزي پرې کړي.

مومند زياته کړه: ((موږ د لغمان بادپښ ته ولاړو، هلته د سيمې خلکو ويل چې له جلال اباد ښاره څو کسان راغلي وو، ويل يې چې په دې مزو کې لوڅ فلمونه له باګرامه د جلال اباد ميدان هوايي ته ځي او تاسې يې مخه نيولى شئ.))

دى وايي، هغه اشخاص چې پخوا يې سلګونو زره افغانۍ په جېب کې اچولې اوس يې هڅه  دا ده چې برېښنا په يو نه يو ډول زيانمنه کړي، تر څو د دوى ګټې خوندي پاتې شي.

د برېښنا رييس زياتوي،  څه موده وړاندې يې په جلال اباد ښار کې د جنراتورونو څښتنان هم راغوښتي وو او له هغوى يې جدي هيله کړې وه چې څو فساد ته لاره هواره نه کړي.

د ده په خبره، د اوړي په را رسېدو سره په جلال اباد ښار کې د برېښنا کمښت رامنځته شوى خو دوى به  له اختره وروسته يو نوى سب سټېشن جوړوي چې د ٢٠ مېګاواټه برېښنا ظرفيت به ولري.

هغه زياته کړه: ((موږ له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړى او ډېر ژر به دغه سب سټېشن هم فعاله شي.))

د مومند په وينا، تر دې مهاله دوى د جلال اباد ښار دوو سيمو ته برېښنا ورکړې ده او که چېرې امکانات يې ژر برابر شي نو کولى شي چې د کال تر اخره يوه برخه بله هم د نوې برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.

د ننګرهار د برېښنا رييس وايي، د حصارشاهي صنعتي پارک د برېښنا چارې چې بايد د ٢٠١٤ کاله په لومړيو شپږو مياشتو کې پيل شوې واى، له بده مرغه نه دې پيل شوې.

دى وايي چې د يادې برېښنا چارې د امريکا له پرمختيايي ادارې ( يو اېس اې اى ډي) سره دي او په هېواد کې ټاکنيزې چارې او وروستۍ لانجې د دې باعث شوې چې د صنعتي پارک د برېښنا چارې پيل نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هيله من يو چې سياسي لېږد به په خير خيريت سره تېر شي او له هغې وروسته به دغه چارې هم پيل شي.))

دى وايي که چېرې د صنعتي پارک د برېښنا چارې ترسره شوې نو په ننګرهار کې به  يو صنعتي انقلاب رامنځته شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.