جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٣): ننګرهار مېشتو خبريالانو د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد له لوري د اريانا تلويزون د خبريال رحمت الله زيارمل ګواښل وغندل او دا يې د بيان د ازادۍ پر وړاندې خنډ وباله.
خبريال رحمت الله زيارمل د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې تېره ورځ د ننګرهار د امنيتي وضعې په اړه د يوې ځانګړې مرکې لپاره د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته ورغلى و.
دى وايي چې د مرکې په منځ کې يې له امنيه قوماندان څخه د وروستيو نا امنيو په اړه پوښتنه وکړه خو پر يادې پوښتنې امنيه قوماندان غوسه شو، لومړى يې ورته بدې ردې او کښنځلې وکړې او له وروسته يې د ساتونکو له خوا له خونې و ايستل شو.
زيارمل وويل، شاوخوا دوه ساعته د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په انګړ کې و او پوليسو بهر ته وتلو اجازه نه ورکوله.
زيارمل زياته کړه: (( له هغه وروسته امنيه قوماندان په زور زموږ د کمرې کېسټ سپينه کړه او ګواښ يې وکړ که امنيې قوماندانۍ ته بيا را وګورې نو سترګې به دې وباسم.))
نوموړى وايي چې په ننګرهار کې له امنيه قوماندان څخه خبريال يواځې د يوې پوښتنې حق نه لري او ياد قوماندان د بيان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
ليکوال او ژورنالېست محمد اصف شينواري د امنيه قوماندان ياده کړنه په کلکو ټکو وغندله او زياته يې کړه چې اړوند ادارې بايد په دغه برخه کې جدي څېړنې وکړي.
د شينواري په وينا، ياده ستونزه يې له ولايتي ادارې سره هم شريکه کړې ده او له هغوى هم غواړي چې ياده موضوع دې تعقيب کړي.
نوموړی وويل: ((دا لومړى ځل نه دى، له دې وړاندې هم ورته ستونزې د خبريالانو پر وړاندې رامنځته شوي، موږ نور تنګ شوي يو او د خپلو حقوقو غوښتنه کوو.))
د هغه په وينا، تر هغې به په کراره نه کېني تر څو چې امنيه قوماندان د خبريالانو د شخصيت اعاده ونه کړي.
په ختيځ کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينواري هم د امنيه قوماندان ياده کړنه غندي او وايي چې دا لومړى ځل نه دى چې امنيه قوماندان خبريالان ګواښي او د پوښتنې هغه اساسي حق چې له دوى سره دى ترې اخلي يې.
ده زياته کړه: ((موږ په هر ډول د خپل خبريال د شخصيت د اعادې غوښتنه کوو او دغه عمل د بيان ازادۍ پر ستونې پښه ايښودل بولو.))
د نوموړي په خبره چې د ژورنالېستانو نورې مدافع ټولنې دې هم په دغه برخه کې چوپه خوله نه پاتي کيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP