کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي يان کوبش سره په کتنه کې ويلي، چې د ولسشمريزو ټاکنو پايلې بايد له وعدې سره سم د روانې اګست مياشتې په اوږدو کې اعلان شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن ولسمشر کرزي له يان کوبش سره له غرمې مخکې په ارګ ماڼۍ کې کتلي او د رايو د تفتيش د بهير په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه د ولسمشر له خولې ليکي، چې ميليونونه افغانانو په ټاکنو کې په خپل ګډون سره خپله اراده تمثيل کړه او اوس له څو “مياشتو را هيسې د انتخاباتو د نتيجې اعلان ته په تمه دي، ترڅو “د نوي جمهور رييس او حکومت خاوند شي او د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ ولاړې شي.”
کرزي ويلي ، چې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې رامنځته شوي ځنډ د هېواد په امنيتي او اقتصادي حالت ناوړه اغېزه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر ټينګار کړى چې د هېواد د ثبات، امنيت او اقتصاد لپاره بايد د ټاکنو پايلې له ژمنې سره سم د روانې اګست مياشتې په لړ کې اعلان شي.
دا مهال د رايو د تفتيش لړۍ روانه ده، چې د ټاکنو کمېسيون د معلومات له مخې، د رايو د څه دپاسه ٢٣ زره صندوقونو څخه يواځې ٤٣٦٠ صندوقونه تفتيش شوي دي.
ټاکل شوې وه ، چې نوى ولسمشر د تېر کوچني اختر په پنځمه نېټه د وفادارۍ لوړه وکړي، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو د ادعا له امله د ټاکنو د پايلو اعلان وځنډول شو او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دواړو کانديدانو په استازيتوب له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د يوې بلې مياشتې لپاره په واک کې پاتې شي.
ملګرو ملتونو وروسته له هغه دا غوښتنه وکړه، چې دواړه کانديدان د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب د ټولو رايو پر بيا تفتيش او د “ملي وحدت حکومت” پر جوړولو سره سلا شول.
تراوسه د ټاکنو کمېسيون نه دي ويلي ، چې وروستۍ پايلې به څه وخت اعلانوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن