کلات ( پژواک، ١٨ زمرى ٩٣ ) : د زابل د شاه جوى ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د يادې ولسوالۍ ولسوال ملک علي محمد د زمري په اتلسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښې ټولې پرون له غرمې وروسته په ياده ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي .
نوموړي وويل ، چې د کابل – کندهار پر لويه لاره د زيارت په سيمه کې د ملي اردو پر پلې ګزمه د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ، چې له امله يې دوه تنه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.
ولسوال زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ په چينو سيمه کې د محلي پوليسو پوستې ته څېرمه په يوه چاودنه کې يو پوليس ټپي شوی.
دده په خبره، چې تېر ماښام د شوبار په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ په يوه څلور ساعته نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي ، خو امنيتي ځواکونه تلفات نه لري .
بله خوا وسله وال طالبان وايي، چې د شاه جوى په بېلابېلو بريدونو کې يې اوه دولتي سرتېري وژلي دي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېر ماښام په دوو چاودنو او يوه بريد کې درې سيمه ييز پوليس او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي ، خو د خپلو ملګرو تلفات نه مني .
خو د شاه جوى ولسوال د طالبانو دغه ادعا ردوي .
دغه راز د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي ، چې تېره ورځ پوليسو په کلات ښار کې د تلاشۍ پر ځنځير ۴۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي .
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، دغه نشه يي توکي ترياک دي، چې په يوه مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي و او قاچاق وړونکو غوښتل له غزني څخه يې کندهار ته ولېږدوي .
فراهي وايي، چې له نشه يي توکو سره په تړاو دوه تنه نيول شوي، چې اوس په امنيه قوماندانۍ کې ترې پوښتنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP