Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې چاودنې اوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

مهترلام (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر چاودنې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د وچې پلوڅې او تور راغه ډاګ سيمو ترمنځ د سيمه ييزو پوليسو پر يو رينجر موټر د سړک غاړې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يوې پوستې د قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د والي وياند وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دى نيول شوي.

د يادې پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.