Language

پر کونړ د پاکستان په تازه بريدونو کې يو تن وژل شوى

اسعداباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو له خوا په تازه بريدونو کې يو تن وژل شوى دى.

د کونړ ولايت ځايي چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې پر دغه ولايت د پاکستاني ځواکونو له خوا ١٠٣ توغندي توغول شوي دي.

والي شجاع الملک جلاله د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژاسن ته وويل چې دا توغندي پر څلورو سرحدي ولسواليو دانګام، شيګل، مروره او سرکاڼو لګېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې يو توغندى د دانګام ولسوالۍ د سورکمر په سيمه کې پر يوه کور لګېدلى چې له امله يې يو ١٥ کلن زلمى وژل شوى او کور يې هم زيانمن شوى دى.

د نوموړي په وينا، د روان لمريز کال له پيله راهيسې په پاکستاني بريدونو کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او ٥٩ نور ژوبل شوي دي.

هغه زياتوي چې په دغو بريدونو کې د غه راز له ٣٠٠ ډېر څاروي هم له منځه تللي او ٢٥٠٠ کورنۍ کډوالې شوې دي.

Related Topics