چاريکار (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): په پروان ولايت کې د ناټو په يوه هوايي بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ماښام مهال د دغه ولايت د غوربند درې په سياه ګرد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناټو ځواکونو په سيمه کې د عملياتو پر مهال په تېروتنې سره پر پوليسو بمبار کړى، چې له امله يې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.
دى وايي چې په سيمه کې د عملياتو پر مهال درې ملکي وګړي هم ټپي شوي او د دوى د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سياه ګرد ولسوالۍ ولسوال محمدسعيد صديقي پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ د سرخۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې افغان ګډو ملي ځواکونو له ايساف سره په ګډه په سيمه کې عمليات په لاره اچولي وو، چې په تېروتنه ايساف پر سيمه ييزو پوليسو بمبار کړى دى.
دى وايي چې په دغه بريد کې د دريو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ يو پوليس ټپي شوى هم دى.
د نوموړي په وينا، وروسته د عملياتو پر مهال څلور ملکي وګړي ټپي شوي دي.
ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن