Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بېلابېلو پېښو کې يو تن وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي

ښرنه (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): په پکتيکا ولايت کې د بېلابېلو پېښو له امله يو تن وژل شوى او د دريو زده کوونکو په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د پوهنې رياست وياندمحمدالله همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن لس بجې د يحى خېلو ولسوالۍ د کوثر په نوم ښوونځي ته څېرمه پر زده کوونکو چاودنه شوې ده.

همت وايي، چې د ماين په دې چاودنه کې درې زده کوونکي ټپيان شوي او بل چا ته زيان نه دى رسېدلى.

هغه وويل، چې پوليس د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

بلخوا د دغه ولايت د ترافيکو مدير سمونيار محمدظريف وايي، چې نن سهار د يوسف خېلو په ولسوالۍ او مرکز ښرنه کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې په يوسف خېلو کې يو موټرسايکل او سراچه موټر سره ټکر شوي او په مرکز ښرنه کې يو موټرسايکل چپه شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.