کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): لويه څارنوالي وايي، چې د نيويارک ټايمز خبريال بايد د ٢٤ ساعتونو په اوږدو کې له افغانستان څخه بهر شي او له هغه وروسته هيڅکله هم افغانستان ته د راتلو حق نه لري.
د نيويارک ټايمز خبريال “ماتيو روزنبرګ” څو ورځې وړاندې داسې يو راپور خپور کړى و، چې ګنې يو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي، د امنيتي ځواکونو په مرسته واک ته د رسېدو هڅه کوي.
که څه هم افغان دولت دغه ادعا رد کړې وه، خو لويې څارنوالۍ له هېواد څخه د ياد خبريال پر وتلو بنديز لګولى و او له هغه يې غوښتي و، چې له خپل مدافع وکيل سره يو ځاى لويې څارنوالۍ ته حاضر شي.
خو امريکا نن له افغانستان څخه غوښتي، چې د ياد خبريال د ممنوع الخروج پرېکړه بېرته واخلي.
د لويې څارنوالۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت لويې څارنوالۍ د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له لوري تفرقه اچونکي، د هېواد د ثبات، امنيت او له ملي ګټو سره د مخالفو راپورونو په اړه، چې له څه مودې راهيسې د دغې ورځپاڼې له لوري خپريږي، څېړنه پيل کړې ده.
په اعلاميه کې زياته شوې، چې پرون د نيويارک ټايمز خبريال ماتيو روزنبرګ، د يادې ورځپاڼې د وروستۍ مقالې د محتوا په اړه پوښتل شوى، چې له هغه وروسته يې له افغانستان څخه ممنوع الخروج اعلان کړ.
سرچينې زياته کړې، يادې ادارې د نوموړي خبريال د مناسب ځواب نه ويلو او نه همکارۍ له امله د خپلو څېړنو په پايله کې پرېکړه وکړه، ترڅو روزنبرګ تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې له افغانستان څخه بهر شي او له هغه وروسته به هيڅکله هم نه راستنيږي.
سرچينې زياته کړې، دغه پرېکړه له هغه وروسته تر سره شوه، چې لويې څارنوالۍ ” افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړولو لپاره ناندرۍ او غوښتنې” تر نوم لاندې په دغه مقاله کې د دولتي لوړپوړو چارواکو را اخيستل شوې خبرې، د نوموړي خپل شخصي نظريات او له درواغو ډکې بولي او هغه د هېواد ملي امنيت او ثبات ته ګواښ او زيان ګڼي.
لويه څارنوالي وايي: ” دا لومړى ځل نه دى، چې دغه ورځپاڼه د افغانستان د ملي ګټو او امنيت خلاف تفرقه اچونکي راپورونه خپروي، بلکې د ټاکنو له تر سره کېدو وروسته له ټاکنيزو ستونزو څخه د ناوړه ګټې پورته کولو نه څو ځلې د افغانستان د “نوم ورکو” لوړپوړو چارواکو د نظرياتو په بهانه د بهرنيو سياسي موخو او د بهرنيانو د لاسوهنې لپاره دا ډول ليکنې خپرې کړې او هر ځلې يې د حکومتي چارواکو د نوم له نه خپرولو پرته د هغوى خبرې څرګندې کړې دي.”
د سرچينې په وينا، د لويې څارنوالۍ ادارې پخوا هم د يادې ورځپاڼې د غيرمسلکي او غيرمسوولانه کړنو په اړه شکايتونه تر لاسه کړي و.
لويه څارنوالي زياتوي، چې دغه پرېکړه يې د اجراتو لپاره د بهرنيو چارو وزارت او امنيتي ارګانونو ته سپارلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP