ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د پاکستانيانو د خوشي کولو ننګه وکړه

امريکا د پاکستانيانو د خوشي کولو ننګه وکړه

author avatar
24 Aug 2014 - 11:48
امريکا د پاکستانيانو د خوشي کولو ننګه وکړه
author avatar
24 Aug 2014 - 11:48

کابل (پژواک ٢ وږى ٩٣): د امريکا د دفاع وزارت د بګرام له زندانه د نهو پاکستاني بنديانو له خوشي کولو د ننګې تر څنګ په ډاګه کړه، چې هغوى د امريکا د جګړې د قانون له مخې نيول شوي وو.

خوشي شوي ياد نهه پاکستانيان وړمه ورځ د بګرام له زندانه خوشي شول او بيا د سره صليب نړيوالې کمېټې ته سپارل شوي وو، چې پاکستان ته يې ورسوي.

د امريکا د دفاع وزارت د بنديانو د چارو وياند ډګرمن مايلس کاګنس د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې ياد پاکستاني بنديان وړمه ورځ په افغانستان کې د امريکا له بنده خوشي شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه بنديان تر بشپړ امنيتي ضمانت وروسته پاکستان ته لېږدول شوي، تر څو يې هلته د جرمي فعاليتونو په اړه څېړنې وشي.

سرچينې وويل چې له دغو نهو بنديانو سره د امريکا له معيارونو او قوانينو سره سم چلند شوى دى.

ډګرمن مايلس وايي چې ياد بنديان په کال کې دوه ځلې د امريکا د دفاع وزارت د مقررې له مخې له اداري پروسې هم تېرېدل.

د امريکا د دفاع وزارت دغه وياند وويل: ((موږ د دغو بنديانو دوسيې په ځانګړې توګه څارلې او څېړلې او په خوندي توګه مو د امريکا او له نړيوال قانون سره سم پاکستان ته لېږدولي دي.))

د افغانستان حکومت د امريکا له خوا د دغو نهو پاکستاني بنديانو پر خوشي کولو سخت غبرګون وښود او له امريکا يې په دې اړه سپيناوى وغوښت.

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي پرون له پژواک اژانس سره د يوې مرکې پر مهال وويل، دا بايد په ډاګه شي چې دغه پاکستانيان چېرې نيول شوي وو او څنګه تر بګرام زندان پورې انتقال او ولې اوس بېرته خوشي شول؟

فيضي زياته کړه، چې د دغو بنديانو د دوسيو د څېړلو په اړه دې هم وضاحت ورکړل شي چې چا يې دوسيې څېړلې او ولې د محکمو له پرېکړو پرته خوشي شوي دي.

د نوموړي په خبره، اوس امريکا افغانستان ته څه ضمانت ته ورکوي چې دغه خوشي کړي پاکستاني بنديان به بيا د افغانستان په نا امنيو کې برخه نه اخلي او د جنګ رهبري به نه کوي؟

د افغانستان حکومت په داسې حال کې له بګرام زندان څخه د امريکايانو له لوري د پاکستاني بنديانو پر خوشي کولو نيوکه کوي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې نا امنيو زور اخيستى او ويل کېږي چې د دغو نا امنيو تر شا د افغان حکومت له لوري له بګرام زندان څخه د خوشي شوو طالبانو لاس دى.

په ٢٠١٣کال کې افغان حکومت له بهرنيو ځواکونو د بګرام زندان مسووليت واخيست، خو د بهرنيو بنديانو د ساتلو مسووليت په خپله د بهرنيو ځواکونو پر غاړه واخيست .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.