کابل(پژواک، ٣ وږى ٩٣): ټاکل شوې، چې نن د ټاکنو کمېسيون د هغو رايو د باطلېدو بهير پيل کړي، چې د بيا څېړنې په پايله کې تقلبي بلل شوې دي.
ددغه کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يکشنبې ورځې تر پايه د رايو د بيا څېړنې عادي بهير پاى ته رسېږي او د پاتې پنځه زره صندوقونو ځانګړې بيا څېړنه کې چټکوالى راځي.
د هوتکي په خبره، نن دوشنبه د هغو رايو د باطلېدو بهير پيلېږي، چې د بيا څېړنې په پايله کې تقلبي پېژندل شوې دي.
د دغه کمېسيون د وياند نورمحمد نور د معلوماتو له مخې، دغه کمېسيون د تېرې ورځې له غرمې وروسته د رايو د ٨٢٣٨ صندوقونو د بيا څېړنې موندنې د پايلو کمپيوټري سيسټم ته داخلې کړې دي.
د نور په خبره، دغه موندنې په اتو پړاوونو کې سيسټم ته داخليږي، چې له دې ډلې يې ٤٨٦٧ صندوقونو دغه پړاو بشپړ کړى او د ټاکنو کمېسيون له خوا د تصميم نيونې انتظار باسي.
ددغه کمېسيون وياند تېره ورځ خبريالانو ته وويل، چې د بياڅېړنې د موندنو په اړه په علني ډول د دواړو نوماندانو د استازو، نړيوالو څارونکو او رسنيو په مخکې تصميم نيول کېږي.
نور، يوه ورځ مخکې ويلي و، چې که ټاکنيز بهير د دواړو نوماندانو له خوا له ستونزې سره مخ نه شي، نو تر راتلونکې ورځې پورې به بشپړ شي.
د رايو د ٢٢٨٢٨ صندوقونو بيا څېړنه د چنګاښ مياشتې په ٢٦مه په رسمي توګه پيل شوه، چې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ د اختلافاتو له امله څو ځله وځنډېده او بيا له سره پيل شوه.
ولسشمر حامد کرزي ويلي، چې د وږي مياشتې په ١١مه به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره کړي.
کرزي ټينګار کړى، چې دا ځل به واک په ټاکل شوي وخت نوي ولسمشر ته وسپاري او بيا به دده د حکومت وخت تمديد نه شي.
ولسمشرۍ رياست د کوچني اختر پنځمه نېټه د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته په پام کې نيولې وه، خو د ټاکنيز بهير د غځول کېدو او د پايلې نه اعلان ددې لامل شو، چې ياده نېټه د دواړو نوماندانو په غوښتنه يوه مياشت وځنډېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن