کابل (پژواک ٥ وږى ٩٣): د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د ولسمشرۍ نوماندانو تر منځ د ملي يووالي د حکومت رامنځته کولو په اړه سياسي خبرې اترې بايد د رايو د څېړنو له لړۍ څخه د دوى د وتلو له امله ونه درول شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي مرستيال نيکولاس هيسم وويل، چې د ملي يووالي د حکومت رامنځته کول، د اوسنيو ستونزو لپاره يواځينۍ حل لاره ده.
نوموړى، د رايو د باطلېدو او بياڅېړنې له لړۍ څخه د عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم وتل غيرمنصفانه وبلل.
هغه وايي: “موږ د ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونو ته د رايو د باطلېدو د بياڅېړنې لړۍ څخه د وتلو په اړه د دوى پرېکړې ته غوږ ونيو، خو نه غواړو چې يوې يوې ته يې ځواب ورکړو، خو ويلى شو، چې د رايو د باطلېدو له لړۍ څخه د عبدالله عبدالله د ټيم وتل غيرمنصفانه دي.”
هيسم زياته کړه، ملګري ملتونه غواړي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو له لړۍ سره بېرته يو ځاى شي، که دوى چېرې فزيکي شتون ونه لري، نو کم تر کمه له دې لړۍ څخه بايد ملاتړ وکړي، ترڅو خپل قانوني پړاو تېر کړي.
نوموړي وويل، ملګري ملتونه له دواړو ټاکنيزو ټيمونو غواړي، ترڅو د ټاکنو له لړۍ سره يو ځاى او مرسته وکړي؛ که چېرې کومه اندېښنه لري، نو ملګري ملتونه يې ځواب ويلو ته چمتو دي.
د هغه په وينا، ملګري ملتونه او نړيوال ملګري يې هڅه کوي، څو د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د بياشمېرنې لړۍ په چټکۍ تر سره او پاى ته ورسېږي.
نوموړي وويل، نړيواله ټولنه له دغې لړۍ څخه دوه موخې لري، چې يوه يې د يادې پروسې بشپړوالى او بل يې په خپل ټاکلي وخت پاى ته رسېدل دي.
هيسم زياته کړه، د رايو د بياڅېړنې لړۍ چې په دې ورځو کې يې وروستۍ څېړنې روانې دي، د دواړو نوماندانو په نه شتون کې له خنډ پرته بايد پر مخ ولاړه شي او له ځنډ يې بايد مخنيوى وشي.
نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو په باور، د سل سلنې رايو څېړنه او د ملي يووالي د حکومت رامنځته کول، د ټاکنو د پايلو په منلو کې مرسته کولى شي، چې په دې کار سره د خلکو رايو ته چې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړل، درناوى وشي.
د هيسم په وينا، په لومړيو کې دواړو نوماندانو هوکړه کړې، چې د دغې لړۍ پايلې به مني.
نوموړي زياته کړه: “موږ له دواړو ټيمونو خپل ملاتړ اعلانوو او په دې ټينګار کوو، چې سياسي خبرې او د ملي يووالي د حکومت جوړولو او د مشارکت لپاره ژمنتيا، په دغې پروسه کې د ستونزو له امله بايد ونه درول شي، ځکه افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دى.”
هيسيم هيله څرګنده کړه، چې دواړه ټاکنيز ټيمونه بايد په نږدې راتلونکي کې د يوې ګډې کړنلارې او چوکاټ په اړه هوکړې ته سره ورسېږي او رامنځته شوې ستونزې، هوکړې ته د رسېدو د لړۍ له خنډ سره مخ نه کړي.
هغه وويل، چې يواځې مشروع حکومت د دغو ستونزو مخه نيولى شي.
هيسم همدارنګه دواړو ټاکنيزو ټيمونو ته د افغانستان د ټاکنو په لړۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان له بې پلوۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، د دوى ټول فعاليتونه او کارونه به د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر سره شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال وويل، په ټاکنو کې د دوى دخالت په دې لړۍ کې د لاسوهنې په معنا نه دى، بلکې د دواړو ټيمونو د غوښتنې له مخې ده.
نوموړي د عبدالله عبدالله د ټيم د څرګندونو په اړه، چې ادعا يې کړې: ملګرو ملتونو د دوى غوښتنې له پامه غورځولې، وويل چې د عبدالله ټيم د رايو د تفتيش په اړه په پرله پسې توګه شکايتونه او غوښتنې وړاندې کړې، چې ډېرى يې موجه او د څېړنې وړ وې او د دوى دا غوښتنې منل شوې دي.
هيسم وويل، د افغانستان ټاکنې ډېرې سختې او له ستونزو ډکې ټاکنې دي او د دې امکان شته، چې په ځينو مواردو کې د يوه لوري د خپګان لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP