ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ګرمسېر او خانشين ولسواليو سلګونه بريد کوونکي پر شا تمبول شوي

پر ګرمسېر او خانشين ولسواليو سلګونه بريد کوونکي پر شا تمبول شوي

author avatar
30 Aug 2014 - 15:55
پر ګرمسېر او خانشين ولسواليو سلګونه بريد کوونکي پر شا تمبول شوي
author avatar
30 Aug 2014 - 15:55

لښکرګاه (پژواک ۸ وږى۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې پر ګرمسېر او خانشين ولسواليو يې د سلګونو وسله والو ډله ييز بريدونه پر شا تمبولي او ډېره مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

دغه څرګندونې د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د وږي په ٨مه د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان او د امنيې قوماندانۍ له سر پرست سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

والي زياته کړه، وړمه شپه وسله وال طالبانو چې شمېر يې تر ٣٠٠ ډېر و، د ګرمسېر او خانشين ولسواليو په يو شمېر سيمو کې پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين د دولتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د ګڼې مرګ ژوبلې سربېره يې کلکه ماتې ورکړې ده.

والي وويل چې په دې نښته کې د وژل شوو ٧٠ وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي او ګڼ نور تر لا هم د دوى په کلابندۍ کې دي.

نوموړى وايي، وسله وال غوښتل چې په دغه بريد سره د سنګين جګړه تر سيوري لاندې راولي او د يادو ولسواليو تر څنګ يې  په په مارجې، نوزاد او موسی کلا ولسواليو کې يې هم بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې افغان ملي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هلمند والي وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې د امنيت ټينګولو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنيوي په موخه يې نن په ولايت کې نظامي غونډه درلوده.

دى وايي، چې د هلمند جګړه د نورو ولايتونو له جګړو سره توپير لري، په دغه ولايت کې د نشه يي توکو لېږدوونکي له  وسله والو طالبانو سره  مالي مرسته  کوي.

د جنرال نعيم په وينا، دغه راز د دولت وسله وال مخالفين او مافيايي ډلې په سرحدي ولسواليو کې د رخام ډبرو قاچاق کوي او له همدې لارې په ميليونونو پاکستانۍ کلدارې لاسته راوړي.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان  تورن جنرال سيد ملوک وويل چې د  سوېلي ولسواليو ګرمسېر او خانشين جګړه يې ډېر ژر کابو کړه او د۷۰ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ  لسګونه  ميله وسلې او چاودېدونکي توکي يې لاسته راوړلي دي.

د هغه په وينا، د سنګين د جګړې لپاره يې داسې تدابير نيولي چې په عملي کولو سره به يې وسله وال له سيمې په بشپړه توګه و ايستل شي.

ده زياته کړه، چې  د سنګين د جګړې اوږدېدل، د نوموړې ولسوالۍ د جغرافيايي حالت له امله وباله او زياته يې کړه، چې وسله وال مخالفين کولى شي يادې ولسوالۍ ته په اسانۍ سره اکمالات وکړي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال احمدزي رحمتي وويل چې دوی په همغږۍ خپل  عمليات او جنګي فعاليتونه پر مخ بيايي.

هغه زياته کړه، وسله وال غواړي په  ښار کې هم ترهګريز بريدونه ترسره کړي، خو پوليس يې مخنيوى کړى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.