کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امريکا له سفير سره د ټاکنو د رايو د تفتيش د بهير د څرنګوالي په اړه وکتل.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش او په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جيمز کهنينګم سره نن مازيګر په ارګ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې کوبيش او کهنينګم د ولسمشرۍ د ټاکنو د رايو د تفتيش د بهير د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل.
سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رايو د تفتيش د پروسې د ځنډېدو له امله د حامد کرزي حوصله مندي وستايله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن