Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غني خېلو ځانمرګي بريد درې تنه وژلي

جلال اباد (پژواک ١١ وږى ٩٣): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د موټربم څانمرګي بريد له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار نهه بجې د موټر په وسيله ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد بريد د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٧مې ويالې په سيمه کې پر پوليسو شوى او دوه پوليس په کې وژل شوي دي.

د عبدالزي په وينا، په دغه بريد کې يو ملکي وګړى او يو پوليس ټپيان دي.

د والي وياند وويل، پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې امنيتي ځواکونه د همدغه موټر په اړه د ترلاسه شوي راپور له مخې سيمې ته تللي وو، خو هلته په رسېدو په موټر کې ناست ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې.

د غني خيلو د روغتون امر ډاکتر ګل رحمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته د پېښې له سيمې درې جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړى وايي چې په مړو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د سيمې اوسېدونکى حاجي اصيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي د ملي پوليسو ګرځندې تلاشۍ ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړى وايي چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي خو وسله والو يې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د دغه بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې ٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.