Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د پيغمبرانو کيسې” په نوم کتاب چاپ شو

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): “د پيغمبرانو کيسې” په نوم کتاب، چې پښتو ته را ژباړل شوى، تازه چاپ او خپور شو.

دغه کتاب د عربي ليکوال عبدالحميد جودة السحار له خوا ليکل شوى، خو پښتو ژباړه يې د پژواک خبري اژانس د کارکوونکي څېړندى محمداصف احمدزي له خوا شوې ده.

“د پيغمبرانو کيسې” کتاب په څلورو وړو ټوکونو کې، چې هر يو يې کابو ٦٠ مخه لري، د سيرت خپرندويې ټولنې چاپ او خپور کړى دى.

په دغو کتابونو کې د بېلابېلو پيغمبرانو ١٨ کيسې راغلي، چې ټولو په ځانګړي ډول ماشومانو او ځوانانو ته يې لوستل اړين دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي څېړنوال محمدنبي صلاحي د دغه کتاب په اړه ليکلي: ((دا کتاب کله چې څوک لولي، هغه نه ستړى کوي او لکه د مقناطيس، په خپله لوستونکى ځان ته راکاږي او د بيا بيا لوستو بلنه ورکوي.))

هغه زياته کړې: ((د دغه اثر ليکوال او ژباړن دواړو، زموږ د نازولو کوچنيانو او تنکي نسل احساس درک کړى دى، هغوى ته په شخصيت قايل شوي، ځکه يې د هغوى لپاره له پند او خوند نه ډکه موضوع او مناسب کتاب غوره کړى دى.))

د کتاب ژباړن څېړندوى محمداصف احمدزى وايي، په اوسنۍ زمانه کې په ژوند کې بېلابېلې ستونزې رامنځته شوې دي، د شر لارې زياتې شوې، فساد مخ په زياتېدو دى او دې ټولو ستونزو پر عامو خلکو او په ځانګړې ډول پر ماشومانو او ځوانانو ناوړه اغېز کړى دى.

ده زياته کړې: ((پر همدې اساس مې ضروري وګڼله، چې د خپلو ماشومانو او ځوانانو ذهنونه د يوه نېک لارښود لور ته ور پام کړو؛ داسې يو شخصيت يې ايډيال وګرځوو، چې هغه هم په متابعت و ارزي او هم يې له کړنو او خبرو خوند واخيستل شي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.