ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان ښار کې لسګونه بېځايه شوو ته کورونه جوړېږي

author avatar
8 Sep 2014 - 12:45
author avatar
8 Sep 2014 - 12:45

ميدانښار (پژواک  ١٧ وږى ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې ٤٧ بې ځايه شوو کورنيو ته د ۹۴ زره امريکايي ډالرو په لګښت کورونه جوړېږي.

د ميدان وردګو د والي مرستيال ذاکر حسين سلطاني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د بې ځايه شوو د سرپناه لپاره ياده مرسته په ډنمارک هېواد کې د افغان ګډوالو ټولنې له خوا شوې ده.

هغه وايي چې په دې پروژه کې به هرې کورنۍ ته دوه خونې او او نور ملحقات جوړ شي.

د نوموړي په خبره، دغه ۴۷ کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پېښو له امله ميدانښار ته راکډه شوې دي.

همدا راز د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې د بې ځايه شوو کورنيو ۲۵ مېرمنو ته د خياطۍ او ۲۵ نورو ته د موبايل جوړولو روزنه هم پيل کړه.

په ورته وخت کې د يادې ټولنې له خوا د ۷۰ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د بې ځايه شوو ۵۰ بې وزله مېرمنو لپاره د چرګانو فارم هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړ.

د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې رييس حکمت الله پژواک اژانس ته وويل چې د دغو زده کړو له ترسره کولو وروسته مېرمنو ته د خياطۍ او موبايل جوړونې سامان الات يې هم ورکړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.