Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز  کې  يو طالب ولسوال وژل شوى

کندوز (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي شېراقا وژل شوى دى.

د کندوز د دشت ارچي ولسوال نصرالدين نظري وويل چې دغه نومول شوى ولسوال د دشت ارچي په جو دزد سيمه کې د ملي اردو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې مولوي شېراقا له خپلو دوو ملګرو سره په موټرسايکل له سيمې تېرېده چې په نښه شوى او درې واړه ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دشت ارچي او خواجه غار ولسوالۍ يو له بل سره ګډه پوله لري او وسله وال مخالفين يې په ځينو برخو کې فعاليت لري.

د يادونې ده چې تېره مياشت هم  د قاري حليم په نو يو طالب قوماندان چې په په تره کي مشهور و، د دشت ارچې په باجوړي سيمه کې د ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.