کندوز (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي شېراقا وژل شوى دى.
د کندوز د دشت ارچي ولسوال نصرالدين نظري وويل چې دغه نومول شوى ولسوال د دشت ارچي په جو دزد سيمه کې د ملي اردو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې مولوي شېراقا له خپلو دوو ملګرو سره په موټرسايکل له سيمې تېرېده چې په نښه شوى او درې واړه ووژل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دشت ارچي او خواجه غار ولسوالۍ يو له بل سره ګډه پوله لري او وسله وال مخالفين يې په ځينو برخو کې فعاليت لري.
د يادونې ده چې تېره مياشت هم د قاري حليم په نو يو طالب قوماندان چې په په تره کي مشهور و، د دشت ارچې په باجوړي سيمه کې د ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP