کابل (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): د ملګرو ملتونو له ګواښ وروسته، چې له افغانستان سره يې د خپلو مرستو د پرېکون ويلي، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وايي، چې د جمعې ورځې لاريونونه د دوى له لوري نه دي سازمان شوي.
په دغو لاريونونو کې، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مخې ته په ټاکنو کې د درغلۍ د غندلو په موخه تر سره شوي و، د دغه سازمان پر ضد شعارونه ورکړل شول، چې ګنې د رايو د بياڅېړنې څخه د څار پر مهال يې يو اړخيز چلند کړى دى.
ملګري ملتونه، د دواړو ټاکنيزو ټيمونو په وړانديز د رايو د بياڅېړنې له لړۍ څار کوي. دغه سازمان پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ګواښ کړى، چې که د دوى د ټاکنيزې برخې کارکوونکو ته کوم زيان واوړي او يا وګواښل شي نو له افغانستان سره به د دغه سازمان مرستې بندې شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم، د يوې اعلاميې په خپرولو سره که څه هم دا ډول مدني خوځښتونه او اعتراضونه د افغانانو قانوني حق بولي، وايي چې د جمعې ورځې لاريونونه د دوى له لوري نه دي سازمان شوي.
په اعلاميه کې، د افغانستان د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د نړيوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان له هلو ځلو ستاينه شوې او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ويلي، چې د درغلۍ کوونکو پر وړاندې مبارزه، د ټاکنو د روڼتيا ساتنه او د دغې ډيموکراټيکې لړۍ د اعتبار راژوندي کول، زموږ په هېواد کې د عامه رضايت د ساتلو يواځينۍ لار بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP