کندهار ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : په کندهار پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځى پرانيستل شو او له دې سره په دغه پوهنتون کې د ټولو پوهنځيو شمېر ١١ ته لوړ شو.
د پرانيستې په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل او يو شمېر استادانو ګډون کړى و.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په کندهار پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس په نوم د نوي پوهنځي په پرانيستل کېدو خوښي وښودله او ويې ويل چې دغه پوهنتون ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دى.
نوموړى چې د دغه پوهنتون بسنټ اېښودونکى هم دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، کلونه وړاندې چې کله دغه پوهنتون د لومړي ځل لپاره پيل کېده، نو ١٣ محصلين يې درلودل، خو اوس د دغه پوهنتون د محصلينو شمېر شاوخووا ١٠ زره تنو ته رسېږي.
د ده په خبره، تر دې وړاندې په دغه پوهنتون کې ١٠ پوهنځي و، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي په افتتاح سره يې شمېر ١١ ته لوړ شو.
ده وويل، په نړۍ کې د ساينس او ټکنالوژۍ چټکې ودې ته په پام له ډېره وخته اړتيا محسوسېدله چې په کندهار کې دې هم د کمپيوټر ساينس پوهنځى موجود وي، چې له ښه مرغه دا اړتيا نن پوره شوه.
والي د دې پوهنتون له محصلينو وغوښتل ، چې يواځې خپلې زده کړو ته پام وکړي او له سياسي فعاليتونو ډډه وکړي.
ده زياته کړه، هر څوک ځان ته ايډيا او فکر لري او د قانون په چوکاټ کې يې د اظهار حق لري، خو پوهنتون بايد يواځې د علم او زده کړې مرکز پاتې شي.
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل وويل، چې تر دې مهاله په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې د زده کړو لپاره ١١٢ تنو محصلينو خپل نومونه ليکلي او د اوس لپاره به په کې ١٠ تنه استادان په دندو وګومارل شي.
ګڼ شمېر زده کوونکي په کندهار پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي پرانيستل کېدل يو برياليتوب ګڼي او وايي چې اوسمهال د دغې څانګې مېنه وال ډېر زيات دي.
د يادونې ده، چې په کندهار پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس د پوهنځي تر څنګ دوه نور ډيپارټمنټونه (د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپيوټر د زده کړې څانګه او د انجنيري پوهنځي د انرژۍ څانګه) هم پرانيستل.