ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي يووالي حکومت په اړه د خلکو مخالف او موافق نظرونه

د ملي يووالي حکومت په اړه د خلکو مخالف او موافق نظرونه

author avatar
21 Sep 2014 - 16:15
د ملي يووالي حکومت په اړه د خلکو مخالف او موافق نظرونه
author avatar
21 Sep 2014 - 16:15

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د دواړو کانديدانو تر منځ له شوي تړون سره مخالفت او ځيني يې بيا په نېک فال نيسي.

په هېواد کې تر شپږو مياشتو ټاکنيزو لانجو او شخړو وروسته نن (د وږي ٣٠مه) د ولسمشر حامد کرزي په شتون کې دواړو کانديدانو د ملي حکومت په اړه پر يوه هوکړه ليک لاسليک وکړ.

د کندهار ښار اوسېدونکي د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو له خوا د ملي حکومت جوړېدو په اړه د شوې هوکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کندهار ښار د کابلشاه سيمې اوسېدونکى غوث الدين وايي چې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو له خوا د ملي يووالي حکومت پر جوړولو شوې هوکړه د ولس د هيلو خلاف ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلکو په ډېرو سختو حالاتو کې دوه ځله په ټاکنو کې برخه واخيسته او وروسته چې کله دويم پړاو ټاکنې کړکېچنې شوې، مياشتې- مياشتې يې د دې لپاره انتظار و يوست چې د رايو تر تفتيش وروسته به کره پايلې اعلانېږي او د رايو په اکثريت ټاکل شوى ولسمشر به خپله دنده پيلوي.

د نوموړي په وينا، د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو له خوا شوې پرېکړه نه يواځې دا چې په اساسي قانون کې يې ځاى نه لري، بلکې د خلکو رايې يې بې ارزښته کړې او پر ولسواکۍ يې د هغوى باور له منځه يووړ.

د کندهار ښار د هرات دروازې اوسېدونکې حنا وايي، د هېواد هر اوسېدونکى په خپله رايه پېښېمان دى؛ ځکه روان حالت هغه نه دى چې خلکو يې هيله لرله.

هغې زياته کړه، خلکو د يوه داسې حکومت جوړولو لپاره رايه ورکړې وه چې چارواکي به يې پاک او اهل وي، امنيت او ثبات به راولي، اصلاحات به پلي کوي او ولسواکۍ ته به کار کوي، خو د ملي يووالي حکومت په نوم په جوړېدونکي حکومت کې به هيڅکله هم د خلکو دغه هيلې پوره نه شي.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى نوراحمد چې په ښار کې ټکسي چلوي، د دواړو کانديدانو تر منځ هوکړې ته په دې خوښ دى چې راپيدا شوى کړکېچ پاى ته ورسېد.

هغه زياته کړه: ((له تېرو شپږو مياشتو راهيسې مو ژوند له اندېښنو سره مخ و، په داسې حال کې چې کاروبار او ژوند په ټپه ولاړ و او اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېده، ټول خلک د ټاکنو پايلو ته انتظار وو، اوس به که خير وي دغه حالت پاى ته ورسېږي.))

نوموړي له دواړو کانديدانو وغوښتل چې تر اوږده انتظار وروسته دې اوس د شوي هوکړه ليک مطابق داسې حکومت جوړ کړي چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى احمدنبي بيا په دې نظر دى چې د ټاکنو اوږدې پروسې او را ولاړو شوو جنجالونو ته په کتو بله لاره نه وه، بې له دې چې دواړه کانديدان په ګډه حکومت جوړ کړي.

هغه وايي هغه مهال چې خپله رايه يې کاروله، هيڅکله يې د دغسې حالت تصور نه و کړى: ((زه په خپله د کانديدانو ترمنځ شوې هوکړه د خلکو د رايو او ولسواکۍ خلاف ګڼم، خو چې د هېواد ستونزو ته وګورم، نو فکر کوم چې بحران ته د تلو پر ځاى شوې پرېکړه پر ځاى ده.))

د بلخ د مرکز اوسېدونکي محمدعلي پژواک اژانس ته وويل، سياسي جوړ جاړی ښه خبره ده؛ خو چې د ټاکنو ارزښت په کې ساتل شوی وای.

نوموړي زياته کړه: ((همدا ما ته اوس له دې وروسته د ټاکنو اعلان هسې چټي ښکاري، يانې د ولس دوه ځلې رايه ورکول، د تېرو څو مياشتو په وېره کې ژوند کول، دا هسې خبرې وې.))

د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل عارف پژواک ته وويل چې د افغانستان سياسي حالت دومره کړکېچن شوى چې بايد دواړه نوماندان يوې هوکړې ته رسېدلي وای.

نوموړي زياته کړه، که څه هم په افغانستان کې د ورته اېتلافونو څخه وتی حکومت تر دې دمه کامياب ثابت شوی نه دی خو که چېرې دواړه نوماندان له سياسي پوخوالي کار واخلي نو امکان شته چې د سياست نوی باب پرانيستل شي.

د هغه په وينا، په دې کې هم شک نشته چې نن ورځ ولس پر دواړو نوماندانو خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د بلخ د مدني ټولنې فعال وحيد پژواک ته وويل، له ده سره له همدا ننه دا وېره پيدا ده چې ممکن راتلونکی حکومت د تېرو لسو کلونو له حکومت څخه خورا کمزوری وي.

نوموړي زياته کړه، عمومي فورمول دی چې د اېتلافونو حکومتونه له ځان سره ستونزې لري.

د ننګرهار اوسېدونکى عبدالجبار پژواک ته وويل چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو د هېواد له خلکو سره ستره جفا کړې ده.

نوموړى وايي چې دواړو نوماندانو که چېرې دا ډول موافقه کوله نو په کار وه چې دوهم دور ټاکنې يې نه واى ترسره کړې.

ده پژواک ته زياته کړه: ((د افغانستان د خلکو پر سرنوشت يې لوبې وکړې، دوى هېواد له يوه ستر بحران سره مخ کړى دى.))

د جبار په خبره، له راتلونکي نوي حکومت څخه هېڅ ډول اميد نه لري او دى د هېواد راتلونکي ته خواشينى دى.

ليکوال او ژورنالېست سهارګل اميرزى هم ورته خبره کوي او وايي چې د نوماندانو وروستيو ناندريو او پرېکړو سخت خواشينى کړى دى.

دى وايي چې دواړو نوماندانو د ولس پر رايو لوبې وکړې او ځانونه يې واک ته ورسول.

د اميرزي په خبره چې د ټاکنو له امله يو شمېر هېوادوالو خپل ژوند او خپلې ګوتې قرباني کړې مګر په اخر کې د دوى په خوښه حکومت ووېشل شو.

د لغمان اوسېدونکى سميع الله هم خواشينى دى او وايي چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې دومره ستر زيان نه و کړى لکه په دې وروستيو مياشتو کې يې چې وکړ.

دى وايي: ((حکومت ووېشل شو، خلک پرې ووژل شول مګر اوس دا لوبه ختمه نه ده له دې وروسته به وګورې چې څومره ګډوډۍ په دې خاوره رامنځته کېږي.))

د ده په خبره چې نوماندانو که چېرې دا ډول موافقه کوله نو ولې يې دومره وځنډوله، په کار وه چې په هماغه لومړيو مياشتو کې سره موافقې ته رسېدلي واى.

د نورستان د ولايتي شورا پخوانى غړى امان الله عنايت الرحمن وايي چې ولس بايد له دواړو نوماندانو د خپل حق غوښتنه وکړي.

ده زياته کړه چې دواړه نوماندان د ولس پر رايو معامله ګري کوي او حکومت يې پر دوو برخو ووېشه چې دغه وېشنه به د راتلونکي لپاره ستر زيان له ځان سره ولري.

نوموړي وويل: ((بيا به جګړه وي، ډاکتر اشرف غني به يو څه وايي او ډاکتر عبدالله به بل څه په منځ کې به يې لکه دا اوس چې وسو بيا به هم خوار ولس سوځي.))

د پکتيا يو اوسېدونکی سيد جمال الدين وايي، ښه به دا وه چې يو سوچه او له يو لوري څخه حکومت جوړ شوی وای خو د افغانستان شرايطو ته په کتو سره اوس هم ښه ده چې افغانستان د يو داسې حکومت څښتن شو چې په لومړي ځل واک په کې په سوله ييز ډول لېږدول کېږي.

نوموړی وايي چې افغانان بايد هرې پرېکړې ته په درنه سترګه وګوري.

د پکتيا پوهنتون يو محصل شکور کامران وايي چې دی د ملي حکومت پر جوړېډو خوښ دى خو داسې نه شي چې د وخت په تېرېدو سره په کې درز پيدا شي او له منځه ولاړ شي.

دی وايي چې په دغه حکومت کې بايد کار اهل کار ته وسپارل شي او هر قوم هر ګوند ته په کې سمه ونډه ورکړل شي.

د ګردېز ښار يو اوسيدونکی فريدالله احمدزی وايي چې دغه هوکړه په دې ښه وه چې د ټولو خلکو کارونه په ټپه درېدلي وو، د هېواد راتلونکي ته د خلکو ډېره اندېښنه وه.

دی وايي، د ملي يووالي حکومت په دې ښه دی چې که حکومت د هر چا وای نو خامخا به يې نور خلک هم له ځان سره شريکول.

بلخوا د کابل ښاريان د دواړو کانديدانو تر منځ شوې هوکړه ليک پر نېک فال نيسي.

په کابل کې د يوې غير دولتي موسسې کار کوونکې امنه هيله منه ده چې په دې تړون سره په هېواد کې شته بدبختۍ له منځه ولاړې شي.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې د دواړو نوماندانو تر منځ تړون او د ټاکنو پايلو له اعلان سره به د خلکو په منځ کې شته اندېښنې له منځه ولاړې شي.

په کابل کې د يوې لېسې استاد احسان الله فياض بيا وايي، دا به ښه واى چې په ټاکنو کې ګټونکى او بايلونکى معلوم او تر هغې وروسته نوى ولسمشر اعلان شوى واى.

هغه پژواک ته وويل: ((د دې پر ځاى چې هېواد د بحران لور ته تلاى، دا ښه شوه چې يو ملي حکومت رامنځته شو.))

فياض له نوي ولسمشر او اجرائيه رييس څخه غواړي چې د وزيرانو، مرستيالانو او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په ټاکلو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي او کار اهل کار ته وسپاري.

د هرات ښار يو اوسېدونکى محمد حسن هم ددواړو کانديدانو ترمنځ پر شوي تړون خوښي څرګندوي او زياتوي چې تر شپږو مياشتو انتظار وروسته يې د ارام ساه واخېسته.

د صفي الله په نوم د هرات ښار يو بل اوسېدونکى بيا هيله څرګندوي چې دواړه کانديدان پر خپلو ژمنو ودرېږي او د تېر په څېر يو ځل بيا اختلافات پيدا نه کړي.

د لوګر د پل علم ښار اوسېدونکى جمعه ګل وايي: ((که چېرې زه پوهېداى چې زموږ رايې ځاى نه نيسي او ټاکنې ګډوډيږي، نو ما هېڅکله رايه نه ورکوله.))

هغه پژواک ته وويل چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې په هېواد کې مصلحتي نظام روان دى چې له امله يې امنيت خراب او فساد زيات شوى دى.

د غور ولايت د مدني ټولني غړى خدايار واقف وايي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک لاسليک د ټاکنيزو شخړو او د خلکو د اندېښنو د پاى ته رسېدو په اړه ښه ګام دى.

خو واقف زياتوي چې نوماندانو په دې شپږو مياشتو کې خلک او هېواد له ننګونو سره مخ کړى و. دوى ټاکنې بدنامې کړې چې بايد داسې نه واى شوي.

هغه وويل: ((اوس چې کانديدانو هوکړه ليک لاسليک کړى، بايد راتلونکو ټاکنو ته د خلکو اعتماد بېرته ژوندى شي او په کابينه کې وړ، متخصص او رښتيني کسان وګومارل شي.))

د فارياب يو دولتي کارکوونکى سيداحمد شاه وايي چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييزه توګه انتقالېږي، خو که چېرې ولسمشر د ټاکنو پر اساس واک ته رسېدلى واى، په ښه او اغېزمنه توګه به توانېدلى واى، چې هېواد او خلکو ته کار وکړي.

هغه زياته کړه: ((کانديدانو هېواد شخړو خوا ته بوت او د نظام ټولې څانګې متزلزلې شوې خو بيا هم زه ترجيح ورکوم چې  د ملي يووالي حکومت ښه نتيجه ورکړي.))

د باميان ولايت يو اوسېدونکى او د مدني ټولنې غړى حسين داد احمدي وايي چې له ننني تړون سره په هېواد کې ډيموکراسي دفن شوه.

هغه زياته کړه، په دغه کار سياسي مشرانو ثابته کړه چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نه يواځې ملي ګټو، بلکې ډيموکراسۍ ته هم احترام نه لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.