Language

ناپېژانده کسانو د غزني د ترانسپورت امر تښتولى

غزني ښار (پژواک ٢ تله ٩٣) : چارواکي وايي چې ناپېژانده کسانو د غزني ولايت د ترانسپورت امر تښتولى دى.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق الله ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تراسپورټ امر احمدولي وړمه شپه تښتول شوى خو د تښتولو سيمه يې نه ده معلومه.

ننګ وويل چې د احمدولي کور ته څو ملګري ورغلي؛ هغه يې د چکر په پلمه له ځان سره بيولى او تښتولى دى.

د والي وياند زياته کړه چې تر اوسه د تښتوونکو ځاى او هويت نه دى معلوم .

بلخوا د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي پژواک ته تاييد کړه چې د دغه ولايت د ترانسپورټ امر ناپېژانده کسانو تښتولى دى.

د انصافي په وينا چې د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري خو پوليسو څېړنې او پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.

په تېرو څو اوونيو کې دا دويمه پېښه ده چې د غزني ولايت جګپوړي مامورين تښتول کېږي.

تر دې مخکې د چارواکو په وينا، وسله والو طالبانو د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس تښتولى وو چې دوه ورځې وروسته يې په ميدان ورګو ولايت کې مړ وموندل شو.