چاريکار (پژواک ٢ تله ٩٣): نن سهار د پروان په مرکز چاريکارو کې يوه مخ پټي وسله وال د ميلاد په نوم ٢٢ کلن ځوان چې د شرعياتو پوهنځي محصل و، پر ډزو وژلى دى.
د محمدناصر په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ميلاد نن سهار اووه نيمې بجې د چاريکارو په اوومه ناحيه کې د يو موټرسايکل سپاره له خوا د تومانچې پر ډزو ووژل شو.
د ناصر په وينا، ياد مخ پټي تن ميلاد څلور ګولۍ ويشتلى او تښتېدلى دى.
د سيمې يو اوسېدونکي محمدصابر وايي چې ميلاد د پروان پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د درېيم ټولګي محصل و، نېک اخلاق يې لرل او له هېچا سره يې دښمني نه لرله.
هغه وايي، نه پوهېږي چې ميلاد ولې ووژل شو.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزى وايي چې امنيتي ځواکونو د ميلاد د قاتل د نيولو هڅې پيل کړې خو تر اوسه د قتل لامل نه دى څرګند.
د ميلاد د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د پروان په بېلابېلو سيمو کې تر دې وړاندې هم ورته وژنې شوې او څه موده مخکې په دغه ولايت کې د ناقانونه وسله والو ګرځېدل راګرځېدل هم زيات شوي و.
له همدې امله حکومت په پروان کې د ناقانونه وسله والو د بې وسلې کولو او ګرځېدو راګرځېدو د مخنيوي کمپاين پيل کړى دى.
د پروان والي عبدالبصير سالنګي تېره ورځ په يوه غونډه کې وويل، ځيني کسان په پاکستان کې د ماين اېښودو او نورو وسله والو بريدونو زده کړې کوي او هڅې کوي چې پروان ناامنه کړي.
دغه راز هغه ويلي وو چې په دغه ولايت کې ځيني غله او لاره وهونکي هم شته خو ده اړوندو امنيتي چارواکو ته امر کړى او فشار يې پرې راوړى چې په دغه ولايت کې په کلکه د هر ډول ناامنيو مخه ونيسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP