Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“ايران د افغانستان له نوي حکومت سره د همکارۍ لېوال دى”

کابل(پژواک، ٥ تله ٩٣): د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت سره د متقابلو همکاريو او اړيکو د دوام لېوال دى.

دغه ټکى د ايران او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني سره په شوې ليدنه کې څرګند کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف سره تېره ورځ د ملګرو ملتونو په مقر کې وليدل  او د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ  يې د نيکو اړيکو او همکاريو پر اهميت ټينګار وکړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ظريف په افغانستان کې د ملي يوالي حکومت د جوړېدو له هوکړه ليک خوښي څرګنده کړه او وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې له زيات اهميت څخه برخمنې دي او ايران د افغانستان د ملي يووالي حکومت سره د دوستانو او متقابلو اړيکو او همکارۍ د دوام لېوال دى.

خبرپاڼه زياتوي چې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، ايران او هند لپاره  د چابهار بند اهميت ته په اشارې سره د دې بندر لپاره د افغانستان او هند د تخنيکي ډلو د درې اړخيزه هوکړه ليک له وروستي کېدو يادونه وکړه او له ايران څخه يې هم په دې برخه کې له ايران هم وغوښتل چې کارونه چټک کړي.

په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ياد شوى بندر د درېيو واړو هېوادونو لپاره با اهميت وباله او ژمنه يې وکړه په دې برخه کې له هند سره خبرې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.