Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاودنې په کندوز ښار کې درې تنه ټپيان کړي

کندوز (پژواک ٥ تله ٩٣): د کندوز ښار په چاودنه کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه نن سهار نهه بجې او ١٥ دقيقې د شينواري په نوم د يوه مارکېټ مخې ته د ملي اردو په رينجر موټر پورې د نښلول شوي مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى، خو درې ملکي وګړي چې د پېښې له ځايه تېرېدل؛ ژوبل شوي دي.

د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې د شينواري مارکېټ يوه هټيوال عين الله  وويل چې په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى، دوه نور ټپيان دي او رينجر موټر ته هم زيان اوښتى دى.

هغه زياته کړه چې ټپيان د پوليسو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو قدرت الله چې د پېښې په ځاى کې قصابي لري، وايي چې په دغه پېښه کې رېنجر ته نږدې يو سوالګر وژل شوى او څلور نور ملکيان ټپيان دي.

 

په کندوز ښار کې د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د چاودنې هېڅ کوم قرباني روغتون ته نه دى ور وړل شوى او احتمال لري چې ټپيان په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوي وي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د ويلو ده، درې اونۍ وړاندې هم د کندوز ښار په چوک کې د پوليسو پر رينجر موټر د  يوه نښلوونکي ماين د چاودنې له امله دوه پوليس او درې ملکي وګړي ژوبل شوي وو.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.