جلال اباد (پژواک ۷ تله ٩٣): په ننګرهار ولايت کې بندي يو پاکستانى بندي ژورنالېست د ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې خوشی شوى دى.
دغه ژورنالېست فيض الله نومېده او د پاکستان د (اى ار واى) په نوم يوه خصوصي تلويزيون کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړى د روان لمريز کال په غويي مياشت کې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې هغه مهال د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو، چې په غير قانوني توګه له اسنادو پرته افغانستان ته راغلى و.
د ننګرهار ولايت يوې محکمې هغه پر څلور کاله بند محکوم کړى و.
د ننګرهار د استيناف محکمې رييس څارنمل عبدالقيوم د يوې خبري غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه خبريال ته لومړنۍ محکمې له وسله والو طالبانو سره د رسمي اړيکو په تړاو څلور کاله بند سزا اورولې وه.
هغه زياته کړه چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا له ګاونډي هېواد سره د ښو او مناسبو اړيکو په درلودو سره نوموړي ته دويمې محکمې پنځه مياشتې بند سزا واورله چې تر پوره کېدو وروسته نن خوشی شو او دلته د پاکستان کونسل فرمان يوسفزي ته وسپارل شو.
پاکستاني خبريال فيض الله خان په خپلو خبرو کې ټولې هغه خبرې رد کړې چې ګواکې له طالبانو سره رسمي اړيکې لري او يا يې په ليکو کې دی.
د نوموړي په وينا، د يوه خبريال په توګه يې له وسله والو سره اړيکې پاللې او په ناپامۍ کې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته را اوښتی و چې بيا افغان حکومت د پاسپورټ او ويزې د نه شتون له امله ونيو.
د فيض الله خان په خبره، د بند په موده کې تر ګواښ او وهلو ټکولو لاندې نه دی راغلي او افغان پوليسو ورسره ښه چلند کړی دی.
په ننګرهار کې د پاکستان کونسل فرمان يوسفزي پژواک اژانس ته وويل چې له افغان حکومت څخه منندوى دى چې له يوه پاکستاني خبريال سره يې د قانون له مخې ښه چلند کړی او په خلاصون کې يې هلې ځلې شوې دي
يوسفزي پر پاکستان مېشتو خبريالانو غږ وکړ چې افغان خاورې ته دې د قانوني اسنادو په لرلو سره راننوځي او له قانونه دې سرغړونه نه کوي.
د پاکستان د پېښور ښار د ژورنالېستانو ټولنې يوه غړي فاروق فراق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال د فيض الله د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
د کوزې پښتونخوا د ژورنالېستانو د دوو ټولنو (پېښور د پرېسي کلب او خيبر يونين اف جرنلسټس) شل کسيزه ډله کابل ته راغلې وه او پرون يې له ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي دي.
فراق وايي چې دوى له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه د فيض الله د خوشي کولو غوښتنه وکړه چې د هغه له خوا ومنل شوه.
نوموړي د پاکستان د ټولو ژورنالېستانو په استازيتوب د افغانستان د ولسمشر له دغه کار څخه مننه وکړه.
هغه وايي چې ولسمشر حامد کرزي د خپل واک په وروستۍ ورځ د دغه کار په کولو سره د ټولو ژورنالېستانو زړونه ګټلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP