کابل (پژواک ٧ تله ٩٣): د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د درېيو نجونو لوبغاړو په ګډون په سوېلي کوريا کې د اسياسي المپيک په سيالو کې ګډون کړى او هېواد ته به له مډالونو سره را ستانه شي.
ټاکل شوې د تکواندو افغان ملي لوبډله سبا ته د شپږو لوبغاړو چې درې نجونې او درې هلکان دي، د سوېلي کوريا په انچون ښار کې د اسيايي المپيک په اويايمو سياليو کې ګډون وکړي او په پيل کې نيلا احمدي په درېيم وزن کې له خپل ويټنامي سيال او ذبيح الله حليف په پنځم وزن کې له خپل ازبکستاني سيال سره مخ شي.
د افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس ضياءالحق بخشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تکواندو کارانو په دې موده کې لنډ تمرينونه د فدراسيون تر نظر لاندې ترسره کړي او ښه روحيه لري.
د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي محمدشفيع وويل چې ټولو وزرشکارانو خپل تمرينونه د روزونو تر څارنې لاندې ترسره کړي او په سيالو کې د ګډون تياري لري.
هغه زياته کړه چې د تکواندو ملي لوبډلې ورزشکاران هم د خپل مربي او فدراسيون تر نظر لاندې خپل تمرينات قناعت بښونکي بولي او هيله يې څرګنده کړې چې په خپلو لومړنيو لوبو کې بريا ته ورسېږي.
د افغانستان د استول شوو ډلو مشر ميرويس بهاوي وويل چې زياته هيله شته چې د افغانستان کرکټ او تکواندو ډلې وکولى شي هېواد ته مډالونه وګټي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP