Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کلات په چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي

کلات ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : د زابل ولايت په کلات ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي.

د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن  تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو په کلات ښار کې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو او کله چې د پوليسو يو موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و، نو د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه  ورکړل شوه.

دى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي او په سيمې کې يې يو تن له ريموټ کنټرول سره نيولى دى.

د زابل د عامې روغتيا رييس لعل محمد توخي پژواک اژانس ته وويل ، چې مرکزي روغتون ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.