کندهار ښار (پژواک ٩ تله ٩٣): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
د ميوند ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد پرون له غرمې وروسته د ميوند ولسوالۍ اړوند د لښکرګاه د دوراهۍ په سيمه کې شوى و.
سرچينې زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر د عامه نظم پوليسو له هغه کاروان سره وجنګاوه چې د هلمند سنګين ولسوالۍ ته په لاره و.
امنيتي سرچينه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او شپـږ نور ټپيان دي.
خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک له يادې پېښې بې خبري وښوده.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې پېښه کې درې نظامي موټر له منځه تللي او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.