کندهار (پژواک ١٠ تله ٩٣ ): وسله وال طالبان د کندهار ولايت د رېګستان ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي، خو دولتي چارواکي دغه ادعا ردوي او وايي چې يوازې يې د ولسوالۍ مرکز له يوې سيمې بلې ته لېږدولى دى.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې د يوه وسله وال بريد په پايله کې يې رېګستان ولسوالي له دولت څخه نيولې ده.
هغه زياته کړې، د خيبر عملياتو په لړ کې يې تېره ورځ شاوخوا لس بجې د سپکو او درنو وسلو په وسيله پر يادې ولسوالۍ بريد کړى چې تر يوې بجې يې دوام درلود.
د ده په خبره، د جګړې په پايله کې امنيتي ځواکونو ولسوالي پرېيښې او د ښوراوک ولسوالۍ پر لور شا تګ ته اړ شوي دي.
خو د کندهار ولايت چارواکي د وسله والو طالبانو دغه ادعا په کلکه ردوي او وايي چې دغه ولسوالي په بشپړه توګه د دولت تر واک لاندې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يواځې د ولسوالۍ مرکز چې مخکې يې د ډيورنډ کرښې د صفري برخې په درې کيلومترۍ کې موقعيت درلود، اوس د ولسوالۍ د خونرېزي ساحې اړوند د حاجي محمد سيمې ته لېږدول شوى دى.
د ده په خبره، دغه ګام د رېګستان د اوسېدونکو په غوښتنه د لا زياتو اسانتياوو په موخه اخيستل شوى او د ولسوالۍ په ټولو برخو کې د پخوا په څېر امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى دي او کومه ستونزه نشته.
د رېګستان ولسوال يارمحمد خان هم وايي چې د وسله والو طالبانو ادعاوې تبليغاتي بڼه لري.
هغه زياته کړه، دا چې د ولسوالۍ مرکز د ځينو ستونزو له امله پخواني ځاى څخه نوي ځای ته لېږدولی؛ ځکه نو وسله وال مخالفين دا د خپلو تبليغاتو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي.
د نوموړي په وينا، د ولسوالۍ مرکز يې د خلکو په غوښتنه له دې امله نوي ځاى ته لېږدولى چې د خلکو د استوګنې له سيمو لرې او لاسرسى ورته ګران و، دغه راز په پخواني ځاى کې د څښاک د اوبو د نشتوالي ستونزه هم موجوده وه.
دى وايي، په رېګستان کې د معمول په څېر امنيتي ځواکونه فعال دي او هيڅ راز ستونزه نه تر سترګو کېږي.
د يادونې ده، شاوخوا دوې مياشتې وړاندې هم لسګونو وسله والو د رېګستان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو چې په پايله کې يې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان بسم الله جان له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى و.
تر دغه بريد وروسته په خپله د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق رېګستان ولسوالۍ ته تللى و او هلته يې عمليات ترسره کړل او دغه ولسوالي يې د وسله والو مخالفينو له ګواښ څخه وژغورله.
رېګستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٣٥٠ کيلومتره په واټن ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او له بلوچستان ايالت سره ګډه پوله لري.
دغه ولسوالي د خپل جغرافيايي موقعيت له مخې ډېر مهال د وسله والو بريدونو او جګړو شاهده وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن