کابل ( ١٣ تله ٩٣ ) : په زابل ولايت کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې څلورو پوليسو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داپېښه پرون مازيګر ناوخته ددې ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د شاه جوى ولسوال عبدالخالق عزيزي د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسلوالو مخالفينو د ولسوالۍ بازار ته نږدې لويديـځه سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې يو پوليس او يو ماشوم لاروى وژل شوى ، يو پوليس او يو ماشوم ټپي شو ىدى.
ولسوال وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP