منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

څلورو پوليسو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل ( ١٣ تله ٩٣ ) : په زابل ولايت کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې څلورو پوليسو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

داپېښه پرون مازيګر ناوخته ددې ولايت  په شاه جوى ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د شاه جوى ولسوال عبدالخالق عزيزي د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسلوالو مخالفينو د ولسوالۍ بازار ته نږدې لويديـځه سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې يو پوليس او يو ماشوم لاروى وژل شوى ، يو پوليس او يو ماشوم ټپي شو ىدى.

ولسوال وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.