Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شېرخان بندر عوايد ١٥٠ ميليونه افغانۍ کم شوي

کندوز (پژواک ١٤ تله ٩٣): دکندوز د شېرخان بندر چارواکي وايي چې د ټاکنيزې پروسې د غځېدو له امله يې د سږ کال عوايد د تېر کال د دغې مودې په پرتله کم شوي دي.

شېرخان بندر په کندوز کې د ترانزيټ له مهمو بندرونو دى چې له تاجکستان سره پر پوله موقعيت لري، ملي او نړيوال سوداګر خپل سوداګريز مالونه د دغه بندر له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو، منځني ختيځ، مرکزي اسيا او له فارس خليج څخه افغانستان ته واردوي.

د شېرخان بندر د ګمرک مرستيال حبيب الرحمن وويل چې د روان کال د شپږو مياشتو عوايد څه باندې ٤٥٠ ميليونه افغانيو ته رسېدل، په داسې حال کې چې د تېر کال د ورته وخت عوايد يې څه باندې ٦٠٠ ميليونه افغانۍ و.

نوموړى ټاکنيزې ستونزې او د سوداګرو د فعاليت درېدل د عوايد د کمښت د عمده لاملونو په توګه ياد کړل، خو زياته يې کړه چې د ټاکنيزو ناندريو په پاى او د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره بېرته په دغه بندر کې سوداګريز فعاليتونه غوړېدلي دي.

سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زمري مياشت کې يې ٣٥ ميليونه افغانۍ او په وږې مياشتې کې يې ٦٩ ميليونه افغانۍ عوايد درلودل او دوى په درېيو برخو کې صادرات، واردات او ترانزيټ لري چې ترانزيټ يې منځنۍ او سوېلي اسيا ته دوام لري.

هغه زياته کړه چې له افغانستان څخه صادرات له سمنټو، بورې خوراکي توکو او نورو او واردات يې له پياز، لرګيو، ګول سيخ، د لمرګلو له زړو او يوه اندازه پرچون توکو څخه عبارت دي چې هره ورځ له ٢٠ څخه تر ٣٠ بار وړونکي ګاډي له دې لارې تګ راتګ کوي.

يو شمېر نور سوداګر که څه د خپل کاروبار د سوړوالي خبر ورکوي، خو بيا هم هيله من دي چې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره به يې کارونه بېرته وغوړېږي.

په کندوز کې د سمنټو يوه سوداګر فتح الله وويل چې په وروستيو مياشتو کې د ټاکنيزو ناندريو له امله د دوى ټول کارونه درېدلي او حتا د سوداګرو زړونه مات وو.

هغه زياته کړه چې تر ټاکنيزې پروسې مخکې يې هره مياشت ١٥ موټر سمنټ د هېواد له پولې ها خوا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادرول، خو د ټاکنيزې پروسې د اوږدېدو له مله يې په پنځو وروستيو مياشتو کې يې هېڅ ډول فعاليت نه درلود.

خو دغه سوداګر وويل: ((اوس هيله من يم چې د ملي يووالي نوي حکومت په جوړېدو سره به زموږ سوداګريز فعاليتونه له سره وغوړېږي او حکومت بايد خصوصي متشبثين په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.))

په کندوز کې د سيخ او ګاډر يوه سوداګر وويل چې په تېر کې خلکو د ساختماني توکو د پېرلو زياته لېوالتيا درلوده، خو د ټاکنيزو جنجالونو په اوږدو کې خلکو هم بيارغونه درولې او دغه چارې له روسيې څخه د سيخ په واردولو هم سيورى کړى و.

نوموړي زياته کړه په هېواد کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو، د نوي حکومت د کار په پيل او د خلکو له غوښتنې زياتېدو سره به بېرته خپل سوداګريز کاروبار او فعاليت پيل کړي.

دغه سوداګر امنيتي مسايل په خپلو سوداګريزو چارو له اغېزناکو عواملو بولي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې په دې برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

د ويلو ده چې شپږ کاله وړاندې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوستۍ پول د امو سيند له پاسه د شيرخان بندر تر څنګ د امريکا په څه باندې ٣٠ ميليونه ډالره مرسته جوړ او د سوداګريزو توکو په لېږد کې اړينې اسانتياوې رامنځته شوې.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.