لښکرګاه (پژواک ۱۵تله ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د لسګونو هلمندي شاعرانو له خوا اختريزه مشاعره جوړه شوه.
د دې مشاعرې د جوړېدو چارې د ژوند ادبي او فرهنګي ټولني د مسوولينو له خوا پر مخ وړل کېدې، د همدې ټولنې مشر مولوي عبدالهادي عمري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مشاعره تېره شپه د لښکرګاه ښار په فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې مشاعره کې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو تر څنګ له کندهار څخه هم راغلو شاعرانو برخه اخيستې وه.
د ده په وينا، مشاعره د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د دوی د ټولنې او يو شمېر نورو اديبانو په مرسته جوړه شوې وه چې شاعرانو په کې خپل شعرونه وړاندې کړل.
عمري وويل چې موخه يې د مشاعرې له جوړېدو دا وه چې په کلنۍ دوديزه مشاعرو کې سيمه ييزو شاعرانو ته پوره وخت نه ورکول کېږي، د دې تر څنګ بله موخه يې دا وه چې د ولسواليو له شاعرانو سره يې پېژندګلوي وشي.
د عمري په وينا چې مشاعرې د شپې تر ۱۲ بجو پورې دوام وکړ.
د هلمند د ادبي بهير مشر سيد محمد حيرت پژواک اژانس ته وويل چې دغه ډول مشاعرې د ولسواليو هغه شاعرانو لپاره ګټوره تمامېږي چې نورو ولايتونو ته نه شي تلای او يا هم مرکز ته هروخت تګ نه شي کولى.
د ده په وينا، بلخوا د شاعرانو تر منځ د نظرياتو او افکارو تبادله ده چې په شريکولو سره يې په شعر ويلو او نورو ليکنو کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي.
له نادعلي ولسوالۍ راغلي يوه شاعر جانان نجات مل پژواک ته وويل چې په ياده مشاعره کې ډېره برخه هغو شاعرانو ته ځانګړې شوې وه چې پخوا په لويو مشاعرو کې وخت نه ورکول کېده.
هغه پر دې خوښي څرګنده کړه چې دې ډول مشاعرو ته رابلل شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن