Language

کندهار کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار (پژواک ١٥ تله ٩٣): په کندهار ولايت کې يوې چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د زېړۍ ولسوالۍ د اشغو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د خلکو په کروندو کې ماين ځاى پر ځاى کړى و چې د چاودنې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics